افغانستان

په لغمان کې د باران او توپان له امله ٧ تنه سخت ټپيان شوي

په لغمان ولایت کې د تېرې شپې د سخت باران او توپان په پایله کې لږ تر لږه ٧ تنه ټپیان شوي دي.

 د طالبانو د ادارې لاندې د باختر آژانس د لغمان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د رٸيس انجنير عبيدالله الکوزي په حواله خبر ورکړى چې په دې پېښه کې د ځينو کورونو ديوالونه هم نړېدلي دي.

 د راپور پر بنسټ، د دغې پېښې ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى. 

باختر اژانس ويلي، چې دغه سخت باران له توپان سره يوځاى دسيمې خلکو او عامه تاسيساتو ته مالي زيانونه هم اړولي دي.

له دې وړاندې د روان کال د سرطان په میاشت کې د هېواد په ختیځ ولايت ننګرهار  په ځینو برخو کې طوفان او سخت باران لږ تر لږه له ۳۵ تنو ژوند واخيست.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه شپږم زیانمنونکى هېواد دی.