د نړیوالې زده کړې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون په یوه خبري کنفرانس کې ويلي چې دی ډاډه دی چې د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه به د ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د «جنسيتي تبعيض» په توګه په رسمیت وپیژني.
ښاغلي براون وویل، «د اکتوبر په میاشت کې به د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه یوه غونډه وکړي او د جنسیتي تبعيض په تعریف به بحث وکړي. دا پرېکړه کېدای شي په اکتوبر یا وروسته وشي؛ خو زه ډاډه یم چې اوس خلک ویني چې په افغانستان کې څه روان دي.»
په دې غونډه کې هغه د طالبانو په ځپنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغان ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي. په سړکونو کې د بې محرمه تګ څخه نیولې تر په عامه سکتور کې دندې ته د لاسرسي څخه دوی منع شوې دي.
ښاغلي براون زیاته کړه: «د نجونو په محدودیتونه، په ځانګړې توګه د ځوانو نجونو، وړاندې په بې ساري ډول زیات شوي دي. اوس دوی نه شي کولای په ازادانه توګه له محرم پرته تګ راتګ وکړي او په ورته وخت کې په دولتي ادارو کې له کار کولو څخه هم محرومې شوې دي. پر دې سربېره په عامه ډګر کې د بیان ازادي هم په جدي توګه محدوده شوې ده.»
هغه دا سیستماتیکه ځپنه د «جنسیت پر بنسټ تبعيض»په توګه بیان کړه او ویې ویل: «دا ځپنه په ښکاره ډول د جنسيتي تبعيض په بڼه بدل شوې ده. زه ډاډه یم چې د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه به دا حقیقت په رسميت وپېژني.»
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو او همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو فعالانو تل په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو له امله د «جنسيتي تبعيض» د رسميت پېژندلو غوښتنه کړې ده.