په پاکستان کې یو شمېر هزاره ښځو په یوه اعتراضي غونډه کې نړۍ ته خبرداری ورکړ چې په چوپتيا سره د هزاره ګانو د نسل وژنې ننداره مه کوٸ.
دغو مېرمنو د کابل دشتې برچې کې د کج پر ښوونيز مرکز د برید او د هزاره وګړو د وژل کېدو د دویمې کالبزې په مناسبت په یوه پرېکړه لیک کې ویلي چې د هزاره ګانو وژنه تر بېلابېلو سرليکونو لاندې په یوه منظم ډول دوام لري.
د يادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۱ کال د تلې په اتمه د کابل د برچي په سیمه کې د کج پر ښوونيز مرکز په برید کې تر ۴۵ ډېر زده کوونکي، چې ډېری یې د هزاره قوم نجونې وې، ووژل شوې.
تر اوسه کوم چا یا کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو له دغه برید وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینټ پر اېکس دغه پېښه په هېواد کې د داعش د بریدونو دوام وبلله.
طالبان چې ادعا کوي داعش په افغانستان کې شتون او فعال نه دی. له دې پېښې دوه کاله تېرېږي؛ خو تر اوسه يې د دغه وژونکي بريد د عاملينو او مسوولينو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې یو شمېر هزاره مېرمنو له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې د «هزاره ګانو نسل وژنه چې په بېلابېلو عنوانونو ترسره کېږي» په رسمیت وپېژني او د دغه «جرم» د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.
په دې پرېکړهلیک کې دغو مېرمنو همداراز ویلي چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د مدافعینو له خوا دې یو خپلواک کمېسیون جوړ شي او په افغانستان کې دې د هزارهګانو اوسنۍ «نسل وژنه» په جدي توګه وڅېړل شي.
په دغه پرېکړه ليک کې ويل شوي چې په هېواد کې د «د هزاره ګانو نسل وژنه» د مخنيوي لپاره بايد د جرمونو په نړيواله محکمه کې د هغې عاملين او تنظيموونکي محاکمه شي.
دغو مېرمنو د نوي نسل د هزاره ګانو له مشرانو او د افغانستان له ټولو خلکو هم وغوښتل چې په افغانستان کې د «هزاره نسل وژنې»د افکارو او موخو پر وړاندې متحد او منسجم شي او د دغه «جرم» په مخنیوي او پاى ته رسولو کې دې ونډه واخلي.