افغانستان

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه: طالبان هڅه کوي چې ښځې په بې څېرې او خاموشه سیوري بدلې کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې ویاندې روینا شمداساني په جينوا کې په یوه غونډه کې د طالبانو نوی قانون «ځپونکى» وباله.

نوموړي په دې غونډه کې وويل، چې د طالبانو له خوا د «امر بالمعروف او نهى عن المنکر« تر سرليک لاندې تصويب شوى نوى قانون هغه سياستونه پياوړي کوي، چې د خلکو په سترګو کې د ښځو شتون په بشپړه توګه له منځه وړي، د هغوى غږونه خاموشوي او د انفرادي خپلواکۍ له حقه يې محروموي. »

مېرمن شمداساني زیاتوي چې طالبان هڅه کوي له دې قانون سره ښځې «بې څېرې او خاموش روحونو» باندې بدلې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې دغه ویاندې يادې غونډې ته وویل چې دا په بشپړه توګه د زغم وړ نه ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د دغه ناوړه قانون د سمدستي لغوه کولو غوښتنه وکړه.

هغه زیاتوي: «د تاوتریخجنو احکامو اوږد نوملو چې دا قانون يې پر ښځو وضع کوي یو شمېر شته محدودیتونه پیاوړي کوي چې د حرکت د آزادۍ، د بیان آزادۍ، له تبعیض څخه د پاک ژوند حق په ګډون د ښځو اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې کوي،په دې قانون کې د هغو جامو اغوستلو مکلفیت شامل دی چې د ښځو د مخ په ګډون د ښځو بدن په بشپړه توګه له سر څخه تر پښو پورې پټوي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې د ویاند په وینا، د طالبانو په نوي قانون کې نور محدودیتونه چې په مبهم ډول تعریف شوي، نور بشري حقونه لکه په ازاده توګه پر مذهب عمل کولو حق تر اغېز لاندې راولي.

هغه زیاته کړه چې دا قانون «د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان له مکلفیتونو ښکاره سرغړونه ده» او طالبان يې باید لغوه کړي.

روینا شمداساني وايي، د افغانستان د نیمايي نفوسو بې توانه کول او بې برخې کول به یوازې په دغه هېواد کې بشري حقونه او بشرپالنې بحران لا پسې خراب کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا هېوادونو تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په یوه ګډه خبرپاڼې کې ویلي وو، چې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله به د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی چې که طالبان په شپږو میاشتو کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې مخه ونه نیسي، د هاګ محکمې ته به راکاږل شي.

د جرمني، اسټرالیا، هالنډ او کاناډا له دغه اقدام د نړۍ له شلو زیاتو هېوادونو ملاتړ کړی دی.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم د دغو هېوادونو له غوښتنې خپل ملاتړ اعلان کړی چې د طالبانو له خوا پر ښځو بندیزونه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

هغه پر اېکس ليکلي چې هغه د هغو هیوادونو او سازمانونو له ډلې سره یوځای شوی چې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د «تبعیضي» محدودیتونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کوي.

ښاغلي ګوترش ويلي: «هغه څه چې په افغانستان کې پېښیږي د معاصر تاریخ د ځپونکو نظامونو سره پرتله کېدی شي.»