افغانستان

ایران دوه افغانان اعدام کړل

د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد حکومت په تېرو دوو اونیو کې د دوو افغان اتباعو په ګډون ۱۹ کسان اعدام کړي دي.

د دغه راپور له مخې دغه افغان اتباع په ایران کې د «نشه يي توکو او قصدي وژنې» په تور په دار ځړول شوي دي.

دغه سازمان وايي، دغه تورن کسان د دوشنبې په ورځ ( وږي ٢٦)، د چهارشنبې په ورځ (وږي ٢٨)، دوشنبه (د تلې ٢) او د چهارشنبې په ورځ (تلې ٤) اعدام شول.

په دغه راپور کې ویل شوي چې پر دغو تورنو کسانو د شیراز په عادل اباد زندان کې د اعدام حکم صادر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي وو، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانانو اعدامول زیات شوي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې ایران د روان کال په اګست میاشت کې د ۱۱ نورو افغانانو په ګډون ۱۰۰ تنه اعدام کړي دي.

طالبانو د ایران د حکومت لخوا د افغانانو د دغو اعدامونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو پوهان وايي، چې په دې هېواد کې د طالبانو تر ادارې لاندې سیاسي ادارې په دې اعدامونو سترګې پټوي.