په دې وروستیو کې د بل هر وخت په پرتله د افغانۍ بانکنوټونه زاړه شوي؛ خو لا هم په بازار کې کارول کېږي. خو ځینو وختونه بیا دومره له کاره وتلې وي چې هېڅوک یې نه اخلي.
په دوی کې بیا د ۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰ افغانۍ بانکنوټونه چې په ورځنۍ مبادله کې ډېر لاس په لاس کېږي، ترټولو ډېر زاړه شوي او کله کله خو په پېر او پلور کې ستونزې راولاړوي.
زاړه بانکنوټونه د هېواد اقتصاد ته څه زیان اړوي؟
اقتصادي کارپوهان بیا د هېواد په مالي بازارونو کې د زړو بانکنوټونو د بدو عواقبو یادونه کوي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد انور یوسفي وايي: “د توکو او خدمتونو د تبادلې بهیر ټکنی کېدل، په بازار کې د اعتماد فضا کمزوری کېدل، د بهرنیو اسعارو کارېدلو زیاتوالی، د خلکو اقتصاد ته زیان رسېدل او پر ملي پیسو د خلکو اعتماد کمېدل، د ښارونو په مالي بازار کې د زړو بانکوټونو د ډېرېدو اغېزې دي.”
د یوسفي په باور د زړو افغانیو د کمولو یوازینۍ لاره دا ده چې نوي بانکنوټونه چاپ شي او خلک یې په کارولو کې احتیاط وکړي. هغه وویل: “د بانکنوټونو د زړېدو مخنیوي یوه لاره دا ده چې دولت د بانکي کارتونو ترویج هڅه وکړي او له بلې خوا خلک له بانکنوټونو سره مسوولانه چلند وکړي.”
د افغانستان بانک ویاند صابر مومند په دې اړه چې آیا طالبان د نویو بانکنوټونو چاپولو او د زړو افغانیو راټولو پروګرام لري کنه، هېڅ ځواب ورنکړ.
ویل کېږي چې د جمهوري دولت پرمهال پولنډ د افغانستان لپاره بانکنوټونه چاپول، په دې اړه مو په پولنډ کې د افغانستان سفیر طاهر قادري نظر وغوښت، خو هغه ونه غوښتل په دې تړاو نظر ورکړي.
محلي ادارو ستونزې له بانکونو سره شریکې کړې دي
په همدې حال کې د هرات محلي اداره وايي چې د زړو بانکنوټونو ستونزه حل شوې ده.
خو د هرات د والي ویاند مولوي حمیدالله متوکل په دې اړه وايي: “د زړو بانکنوټونو ستونزه له مرکزي بانک او نورو خصوصي بانکونو سره شریکه شوې ده. نور به خلک له دې ستونزې سره مخامخ نه وي.”
د ښاغلي متوکل په وینا، د هغو بانکنوټونو په استثنا چې ظاهري شکل یې کاملا بدل شوی او هغه چې یوه برخه یې لمنځه تللې ده، نور ټول بانکنوټونه په بازار کې د استفادې وړ دي.
د هرات ولایت لپاره د طالبانو ویاند خبرداری ورکوي چې که دوکانداران او کسبګر د زړو بانکنوټونو له اخیستلو ډډه وکړي، ورسره به قانوني چلند وشي. په ورځنیو معاملاتو کې د بانکي کارتونو کارولو موضوع هم د افغانستان بانک، خصوصي بانکونو او مخابراتي شرکتونو سره شریکه شوې او د پیلېدو لپاره يې تخنیکي ټیمونه کار کوي.
ښاریان په سمه توګه د بانکنوټونو کارولو مسوولیت لري
د هرات ښاریان افغانۍ د هېواد سرمایه بولي او باور لري چې حکومت او خلک دواړه مکلف دي د بانکنوټونو ساتنه وکړي. ځکه اکثره پیسې چې اوس په بازار کې تبادله کېږي، له کاره وتلي او زړې شوې دي.
ددوی تمه دا ده چې ټول خلک د کاغذي پيسو په ساتنه کې خپله هڅه وکړي. ځکه چې دا ددې لامل کېږي چې پيسې ژر زړې نه شي.
همداراز د هرات محلي ادارې په یوې اطلاعيې کې د ټیلفون شمېره خپره کړې او له خلکو یې غوښتي که دوکاندارانو د زړو پیسو له اخیستو ډډه کوله، نو له دې شمېرو سره دې تماس ونیسي.
سره له دې چې د بانکنوټونو د زړېدو سټنډرډ موده درې کاله ده، خو ساتنې ته د نه پاملرنې له امله اوسمهال د شپږو میاشتو په موده کې په افغانستان کې پیسې زړېږي. دا هر کاله میلیونونه افغانۍ د هېواد اقتصاد ته زیان اړوي.