نړۍ

 حزب الله د حسن نصرالله مړینه تایید کړه

حزب الله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه ډلې د مشر حسن نصرالله مړینه تایید کړې ده او ویلي یې دي: «د حزب الله مشر سید حسن نصرالله له خپلو سترو او ابدي شهیدانو سره، چې کابو دېرش کاله یې په لاره روان وو، يوځاى شو. او په دې سفر کې يې هغوی له فتحې تر فتحې پورې رهبري کړل او د سرور جانشين او د شهيدانو سالار شو.»

تر دې مخکې د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی و چې د لبنان په کلیو کې د حزب الله مشر نصرالله ووژل شو.

حزب الله د اسرائيلو په وړاندې د مقاومت په دوام ټینګار وکړ او په دغه خبرپاڼه کې یې زیاته کړه:« د دښمن په خلاف خپل جهاد ته دوام ورکړئ، د غزې او فلسطین ملاتړ وکړئ او د لبنان دفاع وکړئ.»