د خوړو نړيوال پروګرام يو ځل بيا ويلي، چې د بوديجې د کمښت له امله په تېر کال کې په افغانستان کې څه باندې لس ميليونه وګړي د دغه سازمان له خوا د خوراکي توکو له مرستې بې برخې شوي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې راپور ورکړی چې له څلورو کورنیو څخه درې یې صحي خوړو ته لاسرسی نه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، ښځې او ماشومان په له دې وضعیت تر ټولو زیات زیانمنونکي دي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام دفتر د خوارځواکۍ له امله د ښځو او ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه یوه ویډیو خپره کړې او خبرداری یې ورکړی چې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.
دې ادارې اعلان کړی چې صحي خوړو ته د نه لاسرسي له امله میندې او ماشومان خوارځواکه شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ويلي:«ځینې کلینیکونه د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ د دوه چنده کېدو شاهدان دي.»
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې جملې څخه څه باندې ۱۲ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو مخکې اعلان کړی و چې سږ کال په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۲۵ سلنه د بسپنه ورکوونکو له خوا ورکړل شوې ده.