ګاونډیانو ته درناوى او د طالب ترورېزم پر وړاندې د اروپایانو درناوی ورځ په ورځ زیاتېږي او داسې انګېرل کېږي چې ډېر ژر به پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په ملاتړ د دغه هېواد په یوه برخه کې د حکومت په توګه خپل موجودیت اعلان کړي او دا دواړه ډلې به په ګډه د نړۍ نظم وننګوي. د دې مطلب په تایید سره د جمعیت علمای پاکستان مشر مولانا فضل رحمان د روان کال د غبرګولي د میاشتې په ٧مه نېټه وویل: «په څو میاشتو کې به په خیبر پښتونخوا کې يو بل اسلامي امارت واکمن شي.»
کله چې د طالبانو ترهګريزي کړنې د نړیوالو له غندلو سره سره د سیاسي واکمنۍ د رامنځ ته کېدو لامل شي، د طالبانو د نیمګړي نظام رامنځ ته کول په سیمه کې د سختدريځو ډلو لپاره د لاسرسي وړ او آسانه ښکاري. دا قیاس هغه وخت پیاوړی کیږي کله چې د دې ټولو سناریوګانو سره د لوېدیځ د همغږۍ نښې څرګندې شي. کله چې امریکايي سیاستوالو د مېرمن کلنټن په ګډون په خپل کتاب “سخت غوراوي” کې ادعا کوي چې دوی له کلونو راهیسې په سیمه کې د پوځي ډلو په جوړولو کې لاس لري، نو ولې دا ډول تصور رښتیا نه وي، ښکاره خبره ده چې په دې وخت کې د شرعي او دیموکراتیکو حکومتونو په پرتله د لوېدیځ ګټې له ترهګرو ډلو سره ډېرې خوندي دي.
د افغانستان د ګاونډیانو لخوا له دغه وضعیت څخه همکاري او سیاسي ګټه اخیستنه هم د همدغو ستراتیژیکو اقداماتو په لړ کې رامنځ ته کیږي. هغه ګاونډیان چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې له هر فرصت څخه په استفادې د افغانستان د مظلومو خلکو په ستوني پښه اېښې، په دې ورځو کې په پوره عاجزۍ سره طالبانو ته سر ټیټ کړی او خپلې هغه حقوقي ادعاوې یې چې له کلونو راهیسې له افغان حکومتونو سره روانې وې،نن ترې پوره ډول لاس په سر شوي دي. د بېلګې په توګه: هغو خلکو چې د افغانستان د پخوانيو حکومتونو په وخت کې د آمو سيند پر غاړه اوسېدل د دې حق نه درلود چې له دغه لوی او عام سيند څخه د يو مشک په اندازه اوبه واخلي. ترکمنستان په زرهاو اخ او ډب سره لاريونونه وکړل او ازبکستان د ايصايي د مرميو باران په واسطه د سیند له غاړې څخه وشړل. که څه هم د قوشتپې کانال ۹۰ سلنه کار د جمهوري ریاست پر مهال ترسره شوی و، خو ښاغلي غني د خپلو ګاونډیانو د وېرې له امله نه غوښتل یا یې عملي کړي. د طالبانو په کنټرول کې دا پروژه په چټکۍ سره بشپړه شوه او دې ډلې د بین المللي سیندونو په اړه د نړیوالو اصولو او قوانینو په پام کې نیولو پرته په یو طرفه توګه د آمو اوبه د قوشتپې کانال ته وبهولې. په زړه پورې خبره دا ده چې زموږ شمالي ګاونډیانو په دې اړه څه ونه ویل او په پوره عاجزۍ یې سترګې پرې پټې کړې.
د ایران اسلامي جمهوریت د دواړو هېوادونو پر پولو د طالبانو له تاوتریخجنو نښتو او د هغوی د پوځیانو د پرله پسې وهلو په مقابل کې په زړۀ پورې نرمي ښودلې ده او هېڅ غبرګون یې نه دی ښودلی. ان له طالبانو سره د نږدې دوستۍ ترڅنګ یې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د خپلو وژل شویو ډیپلوماټانو پر وینې تویونې سترګې پټې کړې او د ښاغلي جواد ظریف په وینا حتی دا ډله د ایران په پیسو واک ته ورسېده. د طالبانو له احتمالي تحرکاتو څخه د خوندي پاتې کېدو او په افغانستان کې د دوی د مخالفو مرکزونو د جوړېدو د مخنیوي لپاره دغو ګاونډیانو په چټکۍ سره د دغې ډلې د غیر مستقیمې پېژندنې لپاره چمتووالی په خپله اجنډا کې ځای پر ځای کړ او یو په بل پسې یې طالبانو ته په خپلو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ وسپارلې.
په دې وروستیو ورځو کې اروپايي هېوادونو هم د طالبانو نامشروع غوښتنو ته غاړه کېښوده او د دې ډلې لخوا د بنسټیزو بشري حقونو د نه مراعاتولو سربېره، د ځینو مسایلو په اړه په پټو جوړجاړيو بوخت شول. اروپایان چې تل د نورو هېوادونو په اړه د امریکا د سیاستونو په پام کې نیولو سره خپلې تګلارې تنظیموي، له طالبانو سره د دغه هېواد د ملاتړ له امله، په تېره بیا د دوحې له شرمناک تړون وروسته، د افغانستان له کړاوونو بې پروا شوي او له بل ډول چلند سره لېوالتیا نه لري. داسې ښکاري چې دغه هېوادونه چې د بشري حقونو ادعا کوي، د نړیوال تروریزم اصلي او بالقوه ظرفیتونو ته تسلیم شوي او ټول بشري ارزښتونه یې هېر کړي دي. په دغو هیوادونو کې د طالبانو په غوښتنه د افغانستان د سیاسي دفترونو تړل د نړیوال تروریزم ته له باج ورکولو پرته بل څه نه دي.
د دې فرضیې مفکوره چې (که قدرت مشروعیت نه راوړي، لږترلږه بايد د منلو وړ وي) ټولو افراطي جریانونو او ظالمو قدرتونو ته دا جرأت ورکوي چې د پخوا په پرتله په کلکه د خلکو وژنې ته دوام ورکړي. دوی په دې شعار سره چې هر څومره چې ډېر ووژنئ هغومره به ثابت شئ د هېوادونو د فتح کولو او د اسلامي دولتونو د جوړولو فکر کوي. غربي هېوادونه چې شل کاله د طالبانو له خوا د افغانانو د وژنې شاهدان وو، داسې ښکاري چې دا ټول وژنې او ترهګري د سیاسي واک د ترلاسه کولو لپاره معقوله ده او له ترهګرۍ څخه زیږېدلی حکومت د منلو وړ دی.
په اوسنيو شرايطو کې، ارزښتونه په کلکه په حرکت کې دي. مفکورې لکه بشري حقونه، انتقالي عدالت، د جنډر مساوات او داسې نور په عصري اروپا کې هېر شوي دي. له طالبانو سره د دغو هېوادونو د چارواکو پټې ناستې او په اروپا کې د مېشتو افغانانو د برخلیک په اړه له دغې ډلې سره سلا مشورې هغه سره غالۍ ده چې لوېدیځې نړۍ د طالبانو د ننوتو لپاره خوره کړې ده. دا هم ليرې نه ده، چې په څو ورځو کې به د افغانستان سفارتونه طالبانو ته وسپارل شي او په کابل کې د جرمني پر سفارت ځانمرګی بریدګر به په دغه هېواد کې د طالبانو د سفیر په توګه ومنل شي.
محمدالله افضلي په فارسي ادبیاتو کې دوکتورا لري او په دې برخه کې یې اثار هم پنځولي دي. «په هند کې افغان تصوف» یو له دغو اثارو څخه دی. نوموړي له څو کلونو راهیسې په هند او ترکمنستان کې د افغانستان د سفیر په توګه هم کار کړی دی.
د آمو ویب پاڼې د نظر په برخه کې د خپرو شویو مقالو د منځپانګې مسٶلیت د ليکوالانو پر غاړه دى.