په هند کې یو شمېر افغان زده کړيالان د کونسلي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې د دوی ستونزو ته څوک پام نه کوي.
دغه زده کړيالان ټینګار کوي چې د هند حکومت له لوري ورته د ویزو د نه ورکولو له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
عصمت الله احساس، یو ۲۷ کلن محصل چې د هند په پټیاله ښار کې په پنجابي پوهنتون کې د ساختماني انجینرۍ په برخه کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې کوي، د خپلې هیلې په اړه چې غواړي هېواد ته ستون شي او له خپلې کورنۍ سره وویني، خبرې کوي.
خو د کونسلي خدمتونو نشتوالی او هېواد ته د ستنېدو د وېزې نه ترلاسه کول د دغه محصل له عمده ننګونو څخه دي.
هغه له هند څخه غواړي چې د افغان اتباعو په ځانګړې توګه محصلینو ته د الوتنو او ویزو له ورکولو درې کاله ځنډ وروسته ژر تر ژره دغه محدودیتونه لرې کړي.
ښاغلی احساس وايي: «د افغانستان د نظام له بدلون څخه کابو درې کاله تېرېږي او د نظام له بدلون سره سم په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت خپل فعالیتونه محدود کړل، چې له امله یې دغه محصلین چې په هند کې دي له ستونزو سره مخ شول. له دغو ستونزو څخه يو يې د افغانستان پوهنتونونو ته بېرته ورګرځېدل دي. په هند کې د فارغ شویو محصلینو لپاره د ویزو نه ترلاسه کولو سربېره، په هند کې زده کړيالانو او کډوالو لپاره اوس هم ځینې مالي ستونزې شتون لري، نو له سرپرست حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره په نوي ډیلي کې سفارت پرانیزي. او په نوي ډیلي کې د مېشتو محصلینو ستونزې حل شي.»
په هند کې دغه زده کړيالان وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د غوره کونسلي خدمتونو د نشتوالي له امله له ډېرو ننګونو سره مخ شوي دي.
په هند کې د محصلینو استازي شفیع الله صابري وویل: « په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته هند له درېیو کلونو راهیسې د افغان اتباعو او محصلینو پر مخ الوتنې بندې کړې دي، هغه محصلین چې په افغانستان کې بند پاتې دي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي. دوی په بشپړ بدبختۍ کې ژوند کوي، خو هغه زده کړيالان چې په هند کې دي اوس هم له رواني ستونزو سره مخ دي. دوی د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي، چې له اوسنيو ستونزو څخه د خلاصون په موخه به کله الوتنې د تګ راتګ پر مخ پرانيستل شي، نو له هندوستان هېواد څخه غوښتنه کوو، چې ژر تر ژره د محصلينو لپاره ويزې او الوتنې پرانيزي، تر څو د محصلينو ستونزې هوارې شي.»
په ورته وخت کې د دوکتورا محصل سید بهرام عزیزي وايي: «اوس مهال په هند کې په ځانګړي ډول هغه کسان چې دوکتورا کوي باید افغانستان ته ولاړ شي، ځکه د دوی د موضوع سرلیک د افغانستان په اړه دی او باید ولاړ شي. د خپلو زده کړو د دوام په خاطر یو ځل بیا بېرته راستانه شي خو له بده مرغه اوس هم یو طرفه دي او نه شي کولای بېرته راوګرځي. له هغو کسانو څخه مو چې په واک کې دي، غوښتنه داده چې دغه مسٸله په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت له لارې حل کړي.»
په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت د تېر کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې په نوي ډيلي کې د هند د ملاتړ او په کابل کې د يوه مشروع حکومت د نشتوالي له امله خپل کار دروي.