ورزش

د هېواد د کرېکټ لوبغاړي کابل ته راستانه شول

د افغانستان د کرېکټ لوبغاړي د سویلي افریقا پر وړاندې له بریا وروسته کابل ته راستانه شول.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله نن سهار (سه شنبه، د تلې ۳مه) کابل ته راستنه شوې ده.

 د يادونې وړ ده، چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د سویلي افریقا پر وړاندې دوه لوبې ګټلې دي.

دا لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوې.