افغانستان

طالبانو په یوه لیک کې له روسیې غوښتي چې د برېکس په غونډه کې دوى ته د ګډون بلنه ورکړي

د طالبانو بیرغ، انځور له رویټرز

طالبانو په یوه لیک کې له مسکو څخه غوښتي چې په روسیه کې د برېکس په راتلونکې غونډه کې دوی ته د ګډون بلنه ورکړي.

د روسیې دولتي اژانس وايي، د دغه لیک متن دغې شبکې ته رسېدلی او ویل شوي چې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالغني بردار غواړي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د یادولو وړ ده چې ټاکل شوې د برېکس راتلونکې غونډه د اکټوبر په میاشت کې د روسیې په کازان کې جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په نړۍ کې هېڅ هېواد یا سازمان طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او د نړۍ هېوادونو په وار وار پر طالبانو د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو په تړاو  په افغانستان کې دننه ترهګرو ډلو سره د دوی د چلند پر څرنګوالي نيوکې کړې دي .

خو د ریانویسټي د راپور پر بنسټ، طالبانو روسي چارواکو ته په دغه لیک کې ویلي: «موږ د ځینو رسنیو د تورونو د کمپاین قربانيان یو. اړینه ده چې په داسې غونډو او فورمونو کې ګډون وکړو او د بحث شویو مسایلو په اړه خپل نظر او دریځ وړاندې کړو. دا د نړۍ د سولې، متقابل تفاهم، همکارۍ او سوله يیز ژوند لپاره اړین دي.»

په دغه لیک کې طالبانو په داسې حال کې د سوله ییز ژوند خبره کړې چې په افغانستان کې یې د ګڼو فرمانونو او د خپل نوي قانون په صادرولو سره د هېواد د اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او آزادۍ په بشپړه توګه تر پښو لاندې کړي او هغوی ته یې په ټولنه او حکومتولۍ کې د کار او ګډون اجازه نه ورکوي.

له بلې خوا، د طالبانو له خوا د «د واک انحصار» د انتقادونو سره سره؛ دوی وايي چې د دوی حکومت ټولګډونه دی او د ټول شموله حکومت جوړولو ته اړتیا نه لري.

د یادولو وړ ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د «ترهګرو» ډلو د فعالیتونو له امله د ملګرو ملتونو د بندیزونو د سيوري لاندې پر هېواد واک بېرته ترلاسه کړ.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو په شتون کې، طالب چارواکي اجازه نه لري چې نورو هېوادونو ته د هغو کسانو په توګه سفر وکړي چې د «ترهګرۍ» ډلې مشري کوي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې دغه لیک په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سهیل شاهین له خوا مسکو ته استول شوی دی.