نړۍ

زیلینسکي: راتلونكى منى به د اوکراین د جګړې برخليک وټاکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي چې راتلونکى منى  به د دې جګړې (د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه) برخليک وټاکي.

د رویټرز په وینا، د اوکراین ولسمشر پرون د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په غونډو کې د ګډون لپاره نیویارک ته ورسېد او پر خپلو شریکانو یې غږ وکړ چې د«ریښتینې او عادلانه سولې لپاره ګډې بریا» کې مرسته وکړي.

ښاغلي زیلینسکي پر اېکس لیکلي چې د دې سفر په جریان کې هغه د پنسلوانیا په سکرانټون ښار کې د جو بایډن په ټاټوبي کې د مهماتو یوې فابریکې څخه لیدو ليدنه کړې او د هغه په ​​​​وینا، متحده ایالات د اوکراين د جګړې سره د مرستې لپاره د ١٥٥ ملي مترو توپونو د تولید په حال کې ده.

رویټرز وايي، د داسې وسلو د کمښت په اړه د اوکراین د ولسمشر اندېښنو په داسې حال کې چې روسیه ګواښ کوي چې د ژمي له سختو میاشتو مخکې به د اوکراین د انرژۍ شبکه سخته کړي، بېړنى حالت پيدا کړى دى.

ښاغلي زیلینسکي پر اېکس یوه ویډیويي مرکه کې ويلي چې اوکراین د وسلو په ترلاسه کولو او د ډیپلوماسۍ له لارې هر هغه څه کوي چې« د خپلو شریکانو ملاتړ پیاوړی کړي او روسیه دې ته اړ کړي چې سوله وکړي.»

هغه اوس په نیویارک کې دی، او تمه کېږي د امریکایي شرکتونو له مشرانو سره د خپل هېواد د انرژۍ د اړتیاو په اړه خبرې وکړي او همدارنګه د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له مشرانو سره وګوري.

ولادیمیر زیلینسکي وايي چې هغه به لومړی جو بایډن ته د روسیې په وړاندې د اوکراین په جګړه کې د «بریالیتوب پلان» وړاندې کړي او د دې پلان په اړه به د ولسمشر مرستیالې او د نړۍ نورو مشرانو سره په جلا ناسته کې خبرې وکړي.

نیویارک ته د ښاغلي زیلینسکي سفر او د عمومي شورا په غونډه کې د هغه ګډون د متحده ایالاتو د هغو هڅو سره په ورته وخت کې ترسره کېږي چې د اوکراین لپاره د ٣٧٥ ميلیون ډالرو نظامي مرستې بسته چمتو کوي، چې د کییف د پوځي عملیاتو لپاره د کوچنیو کڅوړو د څو میاشتو اوږد بهیر پای ته رسوي.