افغانستان

د نه راستنېدو سفر: په ناقانونه لارو کې د کډوالو ننګونې او ګواښونه

غیرقانوني کډوال د غیر قانوني کډوالۍ په لاره کې له کومو ننګونو او ګواښونو سره مخ دي؟

له څلوېښتو کسانو څخه چې د ناقانونه کډوالۍ لاره یې تجربه کړې، د دې پوښتنې په ځواب کې، ډېرو ويلي، لوږه او تنده یوه له ننګونو او په دې لاره کې بېلابېل ځاني ګواښونه او د ورکیدو خطر د دوی یوه لویه ویره وه.

پېچلې او اوږدې لارې، د پوليسو له خوا د نيولو شونتيا، د پوله ساتو او ځينو غير مسوولو وسله والو ډلو له خوا ډزې، د وهلو ټکولو تر څنګ سپکاوی او له اسنادو پرته د کډوالو د قانوني او حقوقي ملاتړ نشتوالى هغه نورې ننګونې دي چې مرکه کوونکو د آمو د پوښتنو په ځواب کې مطرح کړې دي.

یو شمېر هغه کسان چې د ناقانونه کډوالۍ له ستونزو سره مخ دي له خلکو هم غواړي چې د انساني قاچاق د شبکو په خبرو باور ونه کړي او د ناقانونه کډوالۍ لاره ونه نیسي.

له نا ویل کېدونکو د غیرقانوني کډوالۍ ډکه لار، ځینې د ژوند د څرخ اړتیاوې دې لارې ته اړ باسي او ځینې د انساني قاچاق شبکو له خوا له واقعیت په لېرې ژمنو تېر ايستل کېږي.

خو د ننګونو او ګواښونو په زړه کې سفر؛ آمو د دغه راپور په دوام کې له ۴۰ هغو کسانو څخه چې د دې ډول کډوالۍ تجربه لري، د ناقانونه کډوالۍ په لاره کې د شته ګواښونو او ننګونو په اړه پوښتلي دي.

آمو دا بحث په اتو ولایتونو، پروان، فاریاب، دایکندي، بامیان، جوزجان، پکتیا، فراه او کندز کې د «یوې سیمه ییزې څیړنې» تر چتر لاندې ترسره کړی دی.

د دغه څېړنې پر بنسټ:

– په اتو ولایتونو کې له ۴۰ کسانو څخه د غیر قانوني کډوالۍ په لاره کې د ګواښونو او ننګونو په اړه پوښتنې شوې دي.

– پروان، فاریاب، دایکندي، بامیان، جوزجان، پکتیا، فراه او کندز په دغو اتو ولایتونو کې شامل دي.

– ځواب ورکوونکو ټولو د غیرقانوني کډوالۍ تجربه درلوده.

مرکه کوونکو دغو دوو پوښتنو ته بېلابېل او څو ګوني ځوابونه ورکړي، خو نيمايي يې تنده او لوږه يو له ننګونو، او مرګ او ورکېدل جدي ګواښ بولي.

د مرکه کوونکو د ځوابونو پر بنسټ، د پولیسو له خوا د نیول کیدو شونتیا، بې برخلیکي او بې ځایه کیدل، د پوله ساتو او نورو غیر مسوولو وسله والو ډلو له خوا پر دوی ډزې کول، پېچلې او اوږدې لارې، له تاوتریخوالي ډک چلند، سپکاوی، له زده کړو بې برخې والی، له ناقانونه کډوالو د قانوني او حقوقي ملاتړ د فرصتونو نشتوالی او له دښتو، ځنګلونو او اوبو څخه تېرېدل په دې لاره کې نورې سختې ننګونې دي.

 ناقانونه کډوالۍ لاملونه:

– لوږه او تنده

– د پولیسو لخوا د نیول کېدو شونتیا

– بې برخلیکي او بې ځایه کېدل

– د پوله ساتو او نورو غیر مسٶوله وسله والو ډلو له خوا ډزې کول

– پېچلې او اوږدې لارې

– تاوتریخوالی او سپکاوی

– د غیرقانوني کډوالو لپاره د قانوني او حقوقي ملاتړ فرصتونو نشتوالی

له بلې خوا مرکه کوونکو مرګ او ورکېدل د جدي ګواښونو په توګه یاد کړي، خو د رواني ناروغیو، مالي زیانونو، جبري راستنېدو، د پوله ساتو له خوا ډزې، زندان، تښتونې، د انسان د بدن د غړو قاچاق، د جنسي ځورونې شونتیا او همدارنګه د يرغمل نيولو ترڅنګ یو شمېر نور ګواښونه هم ښودل شوې دي.

د دغه کډوالي ننګوونې:

– د مرګ خطر

– ورکېدل

– رواني ناروغۍ

– مالي زیانونه

– جبري راستنېدل

– د جنسي ځورونې شونتیا

– زندان

– د انسان د بدن د غړو قاچاق

– د پوله ساتو ځواکونو له خوا ډزې

– تښتونه

د دې راپور په دوام، د هېواد بېلابېلو برخو ته د هغو کسانو په لټه کې لاړو، چې د ناقانونه کډوالۍ سختې لارې یې تجربه کړې دي، خو دوی د امنیتي دلایلو له امله د خپل هویت او نوم د پټولو غوښتنه کړې ده.

په دې راپور کې کارول شوي نومونه مستعار دي.

په دې وروستیو کې هغه کور او دېرې ته راستون شوی چې اقتصادي بې وزلۍ یې پرېښودو ته اړ کړی وو؛ خو د ناقانونه کډوالۍ د سختې لارې ترخې تجربې ته په کتو سره خپلې خبرې را لنډوي او ټینګار کوي چې د ناقانونه کډوالۍ په لاره کې د انسانانو ژوند دی چې قاچاقبرانو ته هیڅ ارزښت نه لري.

خیبر د انساني قاچاق قرباني وايي: «موږ اته ورځې مزل وکړ، لارې خرابې وې، قاچاقبران په یوه موټر کې ډېر خلک لېږدوي، قاچاق وړونکو ته انسانان ارزښت نه لري، ډوډۍ نه وه، اوبه نه وې، موږ ډېر پلی تګ وکړ.»

ځینې ​​بیا ټینګار کوي، چې د هر ګام په تېرېدو سره د ننګونو او ګواښونو کچه په هماغه اندازه زیاتېږي.

بهزاد د انساني قاچاق قرباني وايي: «زه له دې ګواښ سره مخ شوم، چې له ما څخه يې په زور پيسې واخيستې، ډوډۍ يې رانه کړه، ځينو ليليه خونو ډوډۍ راکوله او ځينو ليليو ډوډۍ نه راکوله، بيا په ايران کې په بلوچستان کې او کله چې موږ ايراني قاچاقبرانو ته تسليم شو هغوی ډیر ظالمان دي، سپکاوی کوي.»

ځینې ​​یې د قاچاقبرانو او ځینې یې د پولیسو او پوله ساتو د تاوتریخجن چلند کیسه کوي.

قند اغا د انساني قاچاق قرباني وايي: «قاچاقي لاره ډېره خطرناکه ده او هر وخت د مرګ خطر شته. کله چې په قاچاقي لارې ځو، باید کورنۍ ته خپل وصیت وکړو، ځکه هره شېبه د مرګ امکان شته. زه خشبله شپږ ځله له قاچاقي لارې ایران ته تللی وم او څو ځله را وشړل شوم او یو ځل بیا د ایراني پولیسو له خوا ونیول شوم او پر سترګو یې راته تیزاب شیندل چې د سترګو لید مې کمزوری شو. کله چې غیرقانوني کډوالي کوو، واقعاً له مرګ سره معامله کوو. په قاچاقي لاره کې بېلابېل ګواښونه شته، چې تر ټولو مهم یې؛ د مرګ ګواښونه دي.»

د کډوالۍ د سرګردانۍ یوه څنډه، د هېواد په سرحدي سیمو کې په لسګونو ځوانان، ماشومان او کورنۍ د کډوالۍ له پنډ سره په پیچلو لارو؛

په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځ ته کېدو انتظار، څو د ناقانونه کډوالۍ لارې بندې شي.

مراد  د انساني قاچاق قرباني وايي: «هغه کارت چې موږ د ابو شیر کډوالو کمپ ته وښود، ویل دا زموږ لپاره ارزښت نه لري، او ویې ویل که یو ځل بیا ونیول شوې، کورنۍ ته دې ور شړو، او موږ ته سپکې او مشهورې خبرې وشوې. له لویو ښارونو تر صفري نقطې پورې کثافت افغانان، بې شعوره افغانان. موږ غواړو چې دلته راته زمینه برابره کړي، چې په خپل وطن کې کار وکړو، موږ ایران، ترکیې او اروپا ته اړتیا نه لرو هیواد هر څه لري، کانونه لري، خو ولې اوس موږ مجبور یوو.»

تر دې دمه ویل شوې کیسې، د ځینو په اند، له لسګونو ناویل شویو یوازې یو څو دي.

اغا شیرین چې د انساني قاچاق قرباني دى، آمو ته وويل: «ستونزې ډېرې دي، هر چېرې چې ځې، وهي ټکوي دي، سپکې سپورې وايي، هر چېرې دې وړي، خرڅوي دې. افغان هلکان چې د پوليسو له خوا ونيول شي، هم ځورول کېږي او که د ملېشو له خوا ونیول شي هم، ځورول کېږي. کله چې پوليس یې ونیسي، وهي یې.»

د یو شمېر کسانو په وینا، د موټر ټکر او په کوچنیو مسافر وړونکو موټرونو کې له لسو د زیاتو کسانو لېږدول د ناقانونه کډوالۍ په لاره کې د کډوالۍ له نورو ننګونو څخه دي، چې د مرګ ګواښ څو برابره زیاتوي.

حمید  د انساني قاچاق قرباني وايي: «موږ لاړو، نمیروز ته هلته مو له قاچاقبر سره خبرې وکړې، هغه وویل چې په لاره کې هیڅ خبر نشته، نور یې موږ ته ډیره ښه هیله راکړه چې په لار کې به ارامه یاست، موږ چې لاړو، د دې قاچاقبر لخوا بل قاچاقبر ته وسپارل شو. په لاره کې څو قاچاقبران بدل شول، موږ یې وړلو په داسې ځای کې یې غورځولو چې انساني نه وو. په لاره کې ستونزې ډېرې دي، د موټرو ټکرونه دي، مړینه ده، ټپي کېدل دي، زموږ خلک چې ناقانونه ځي ډېر ظلمونه پرې کېږي. که ایران ته دننه شئ، هم تاسو ګواښل کېږٸ.»

د ناقانونه کډوالۍ د ترخې تجربې له امله، ځینې نورو ته مشوره ورکوي چې هېڅکله دې لارې ته زړه ښه نه کړي.

ذکي د انساني قاچاق قرباني وايي: «زموږ ځواني تېرېږي، دوی زموږ ځوانان کاروي، او کله چې موږ د دوی په کار را نه شو، بیرته مو وطن ته واستوي، هڅه وکړو وطن مو هدیره ونه ګرځوو، زه هیڅوک کډوالۍ ته نه هڅوم. ډېرې سختۍ مو وليدې، بې حده ستونزې مو وليدې، تر دې حده چې ستونی مې غریو نیسي، آن يو کس مې هم وليد چې لاس يې زما پر لاس نيولی وو او ويې ويل: د اوبو يو ګوټ راکه، مړ کېږم، لاس یې زما له لاس ولوېد، هغه مړ شو، بل یې په مرمۍ ووژلو، لنډه دا چې ډېر ظلم شوی دی.»

هغه کسان چې له ډېرو ستونزو، ننګونو او ګواښونو څخه په تېرېدو خپل منزل ته رسېږي، د پوليسو له لوري د نیول کېدو د خطر په ګډون او يا هم د معاش د نه ورکړې له امله له نویو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

جمیل د انساني قاچاق قرباني آمو ته وويل: «له ایرانیانو سره مو کار کاوه، کله چې میاشت پوره کېده، هغوی موږ ته پیسې هم نه راکولې، موږ دوی ته څه نشو ویلی، ځکه موږ غیر قانوني وو، که مو ورته وویل، دوی به پولیسو ته زنګ وهلو او موږ به یې نیولو. ایران داسې ځای نه دی، له ګواښ ډک دی، هلته ډېر لوی قاچاقبران دي، شاوخوا درې یا څلور میاشتې مخکې په یوه سړک روان وم، چې پولیس راغلل او موږ یې اووه ورځې بندیان کړو. افغانان هلته ډېر سخت وخت تېروي. اوبه نشته، ډوډۍ نشته، وهل ټکول دي.»

له دې ټولو ننګونو او ګواښونو سره سره لا هم د خلکو په وینا، د انساني قاچاق د شبکو د فعالیت څرخ په بې رحمۍ سره مخ په لوړه روان دی، د آمو د یوې څېړنې د موندنو پر بنسټ، بې وزلي او بېکاري د انساني قاچاق شبکو او د غیر قانوني کډوالۍ د زیاتېدو لامل ده.