ورزش

نړیوال جام: د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به د ارجنټاین پر وړاندې ولوبېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (چهارشنبه، د وږي۲۸مه) د ارجنټاین پر وړاندې ولوبېږي.

دا به د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې دویمه لوبه وي چې په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کې سياليو کې تر سره کېږي.

د یادولو وړ ده چې دا لوبه به د کابل پر وخت د ماښام ۷:۳۰ دقيقې ترسره شي.

د افغانستان د فوټسال لوبغاړو په نړیوال جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته په ٦پر٤ ماتې ورکړه.

د يادولو وړ ده، چې د افغانستان ملي لوبډله د ازبکستان د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام سیالیو کې د انګولا، ارجنټاین او اوکراین سره په يو ګروپ کې ده.

دغه سیالۍ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کېږي.