نړۍ

یوه فرانسوي سړي له ۵۰ نورو نارینه وو سره پر خپلې مېرمنې د جنسي تېري اعتراف کړی

٧١کلن فرانسوي سړي ډومینیک پليکو فرانسه کې د یوه قاضي په وړاندې په خپله لومړۍ وینا کې پر خپلې مېرمنې د جنسي تېري تورونه ومنل او د بښنې غوښتنه يې وکړه.

د سي بي سي نیوز د راپور پر بنسټ، دغه سړي اعتراف کړی چې له نږدې یوې لسیزې راهیسې یې څو ځله خپلې مېرمنې ته نشه يي توکي ورکول او لسګونه نارینه یې پر هغې د جنسي تېري لپاره په داسې حال کې چې هغه به په ​​بستر کې بې هوښه وه، بللي.

ډومینیک پلیکو همداراز خپل ۵۰ نارینه همکاران په باخبره توګه په جنسي تېري کې په برخه اخیستو تورن کړي او محکمې ته یې ويلي: «ټول د پېښې په اړه پوهېدل او هرڅوک چې بل ډول خبره کوي، د ریښتیا خلاف غږېږي.»

د ډومینیک پليکو اعتراف په یوه خورا مهم شېبه کې پېښ شو چې فرانسه یې حیرانه او متاثره کړې؛ په داسې حال کې چې هغه مخکې دا تور رد کړی و.

په همدې حال کې دغه ۵۰ تورن کسان چې عمرونه یې د ۲۶ او ۷۴ کلونو ترمنځ دي، وايي چې دوی فکر کاوه چې په یوه جنسي لوبه کې یې برخه اخیستې ده.

ډومینیک پلیکو د خپلې پخوانۍ مېرمنې څخه په «عاجزانه توګه» غوښتنه کړې چې دى وبښني.

هغه وویل: «که څه هم دا د منلو وړ نه برېښي؛ خو زه د بښنې غوښتنه کوم.»

د یادولو وړ ده چې محکمې ته  د دغه سړي له راکشولو له پیل راهیسې ژېزل د فرانسوي مېرمنو په منځ کې د زړورتیا او مقاومت سمبول ګرځیدلی. تېره اوونۍ د فرانسې په بېلابېلو برخو کې زرګونه کسان د هغې او د جنسي تېري د قربانیانو د ملاتړ لپاره راټول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې  ژېزل قضیه په فرانسه کې د «واده جنسي تېري» مسٸلې او د هغې مختلف زاویو لکه «د جنسی اړيکې دمخه رضایت» په اړه د تودوو بحثونو راپارولو لامل شوې ده.