نړۍ

پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې د ۵ ښځو او ۴ ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي

فلسطیني چارواکو ویلي دي چې پرون (دوشنبه، د وږي ۲۶مه) پر غزې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د ۵ ښځو او ۴ ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي دي.

د اسوشېټيډ پرېس د راپور له مخې، دغو بریدونو د غزې په مرکز کې د «النصیرات» کډوالو پنډغالى په نښه کړى دى.

د يادونې وړ ده، چې د عودا روغتون، چې له دغو بريدونو څخه يې جسدونه لېږدول، د مرګ-ژوبلې شمېره تاييد کړې او همداراز يې ويلي، چې ١٣ نور پکې ټپيان شوي دي.

اسراٸيل وايي، وسله وال یې په نښه کړي او پر حماس او نورو وسله والو ډلو یې تور لګولی چې د استوګنې پر سیمو د بریدونو په ترسره کولو یې ملکي وګړي له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

خو حماس د اسرائیلي پوځ دغه ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی، چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د روغتیا وزارت وايي، له هغه وخت راهیسې چې حماس د اکټوبر په اوومه پر اسرائیلو برید کړی، پر غزې د اسرائیلو په ځوابي برید کې تر ۴۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.