نړۍ

د اوکراین پر یوې ودانۍ د روسیې په برید کې یو تن وژل شوی  او ۴۲ نور يې ټپیان کړي

د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکیف کې په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې د روسیې د «لارښود بم» د چاودنې په پایله کې یو کس وژل شوی او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې دغه برید همداراز په دغې ودانۍ کې د اور لګېدنې لامل شوی دی.

د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف ښار کې څارنوالانو اعلان کړی چې د دغې ودانۍ په نهم پوړ کې د یوې ۹۴ کلنې ښځې جسد موندل شوی دی.

د خارکیف ښاروال ایهور ترخوف وايي، د دې چاودنې له امله لګېدلی اور مړ شوی دی.

تر دې مخکې د دې سیمې والي اولیک سینهوبوف ویلي و چې اوسېدونکي ښايي تر خاورو لاندې بند پاتې وي.

دغه اژانس وايي، سینهوبوف د ودانۍ له څلورو پوړونو د سختو زیانونو انځورونه خپاره کړي، چې له ماتو کړکیو څخه د لګېدلي اور او لوګي پورته کېږي.

په عین حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ويلي چې دا برید ښیي چې اوکراین د خپلو لوېدیځو ملګرو څخه د وسلو او هوایی دفاع تجهیزاتو ته اړتیا لري او د روسیې په خاوره کې ژورو اهدافو ته د وسلو کارولو اجازه ورکوي ترڅو «د انسانانو ژوند وژغوري.»

ښاغلي زیلینسکي زیاته کړه چې درې نور لارښود بمونه د خارکیف سیمې په کلیو لګېدلي دې، چې پولې ته نږدې د نفوس مرکزونه د روسیې د بریدونو هدف ګرځیدلي دي.

د اوکراین ولسمشر وویل: «د روسیې هر ډول برید، د نن ورځې په څیر په خارکیف کې د روسیې هر ډول وژنه دا ثابتوي چې د اوږد واټن برید وړتیا باید شتون ولري، او دا وړتیا باید په کافي اندازه وي.»

هغه وویل چې تمه کیږي چې مناسبې پرېکړې به په لومړي سر کې د هغو کسانو لخوا لکه متحده ایالات ، فرانسه ، جرمني او ایټالیا ترسره شي چې پرېکنده دريځ يې کولی شي ژوند وژغوري.

خو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين تېره اوونۍ ويلي، که لوېديځ اوکراين ته اجازه ورکړي چې د لوېديځ جوړ شوي اوږد واټن ويشتونکي توغندي د روسيې پر خاوره په بريد کې وکاروي، نو دا به په دې معنا وي چې لوېديځ له روسيې سره په مخامخ جګړې کې ځان ښکېلوي.