افغانستان

طالبانو په سرپل کې یو سړی په عام محضر کې په درو وواهه

طالبانو په سرپل کې یو کس په عام محضر کې د«زنا» په تور ٣٩درې وواهه.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د وږي٢٥مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس ته د شپږو میاشتو بند سزا هم اورول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو  تېره ورځ په زابل کې یو سړی د غلا په تور په درو وواهه.

د آمو ټلویزیون له خوا راټولې شوې شمېرې ښيي چې د طالبانو سترې محکمې په تېرو درېیو کلونو کې ۳۷ کسان سنګسار کړي او د ۱۰۸ ښځو په ګډون  تر ۶۱۰ ډېر کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.