د میانمار سیمه ییزو رسنیو اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د وروستیو سېلابونو د قربانیانو شمېر ۷۴ تنو ته لوړ شوی دی.
د دغو راپورونو له مخې، په تېرو ورځو کې سختو بارانونو له امله د میانمار په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلو سبب شوۍ وو.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، د دغو سېلابونو له امله پنځه بندونه، څلور معبدونه او څه باندې ٦٥ زره کورونه ويجاړ شوي دي.
د میانمار دولتي رسنیو همداراز ویلي، چې ۸۹ کسان لا هم لادرکه دي او د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.