نړۍ

 پوتین: د اوکراین د اوږد واټنه وسلو کارول په دې معنا دي چې ناټو له روسیې سره جګړې ته ننوځي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لوېدیځ ته خبرداری ورکړی چې اوکراین ته  په روسیه کې دننه پر هدفونو د برید لپاره د اوږد واټن ویشتونکو وسلو کارولو ته اجازه ورکړي، د روسیې سره به جګړه کې د ناټو ننوتل دي.

دا جدي خبرداری په داسې حال کې مطرح شوى چې امریکایي او برېټانوي چارواکي د کییف پر هغې غوښتنې خبرې کوي چې پر روسیې په برید کې د لوېدیځو وسلو د کارولو په اړه قوانین نرم کړي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، مسکو د کورسک په لوېدیځه سیمه کې چې اوکرایني ځواکونو په وروستیو اوونیو کې پرمختګ کړی و، د سیمې د یوې برخې د بېرته نیولو ادعا هم کړې ده.

پوتین دا غبرګون وروسته له هغه څرګند کړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ژمنه وکړه چې واشنګټن به ژر تر ژره د کییف پر غوښتنې غور وکړي چې د روسیې پر اهدافو د برید لپاره د لوېدیځو وسلو د کارولو لپاره پر پراخې ازادۍ ته اجازه ورکوي.

ښاغلي پوتین وویل، «دا به د جګړې ډول کې د پام وړ بدلون راولي، دا به د روسیې په وړاندې د ناټو هېوادونو، متحده ایالاتو او اروپایي هېوادونو ترمنځ د جګړې په معنی وي.»

هغه زیاته کړه: «که داسې وي، د جګړې بدلېدونکي ماهیت ته په پام سره، موږ به د هغو ګواښونو سره په مطابقت کې پرېکړې وکړو چې موږ ورسره مخامخ یو.»

په کورسک کې بریدونه

د اګست په شپږمه، کییف د روسیې په کورسک سرحدي سیمه کې ناڅاپي برید وکړ، د روسیې خاورې کې يې څو کیلومتره پرمختګ وکړ او لسګونه کلي یې ونیول. خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ومنله چې روسي ځواکونه دغه برید ته ځواب ویلو په حال کې دي.

د اوکرایین برید، د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د روسیې په خاوره کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی برید دى، مسکو يې حیران کړى دى.

روسیې له پیل راهیسې له سیمې څخه د اوکرایني ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی، خو تر دې دمه داسې ښکاري چې په کمزوري دریځ کې دی، تر ډېره په بشري عملیاتو تمرکز کوي او شاوخوا ۱۵۰ زره کسان یې ایستلي دي.

د روسیې د دفاع وزارت د ټیلیګرام په شبکه کې اعلان وکړ چې « د شمالي ډلې واحدونو په تېرو دوو ورځو کې لس کلي آزاد کړي دي.»

په عین حال کې، زیلینسکي په کیف کې په خپل رسنيز   کنفرانس کې اعلان وکړ چې«روسانو د برید ضد اقدامات پیل کړي دي.»

 هغه د روسیې د عملیاتو د پراخوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي يې دي، چې برید لا هم د اوکراین د پلان له مخې روان دی.

د اوکرایین د وسله والو ځواکونو مشر الکساندر سیریسکي د اګست په وروستیو کې اعلان وکړ چې کییف د روسیې ۱۰۰ کلي او شاوخوا ۱۳۰۰ مربع کیلومتره خاوره نیولې ده.

کیيف وايي، د روسیې د ځینو برخو د الحاق نیت نه لري، خو هیله لري چې خپل دښمن دې ته اړ کړي چې نور ځواکونه واستوي او له دغو لاسته راوړنو څخه په هر ډول خبرو کې د معاملې په توګه کار واخلي.

د درنو وسلو سره بریدونه

کییف د لومړۍ کرښې څخه لیرې په هوایی اډو او نورو روسی نظامي اهدافو د برید لپاره د لا انعطاف غوښتنه کړې ،  چې د دوی په وینا د مسکو برید لپاره مهم دي.

اوس مهال، واشنګټن یوازې په دې غور کوي چې اوکراین ته اجازه ورکړي چې د اوکراین په نیول شویو برخو او د روسیې په ځینو سرحدي سیمو کې چې د مسکو له پوځي عملیاتو سره مستقیمه اړیکه لري، پر روسي اهدافو بریدونه وکړي.

زیلینسکي وویل، «په دې بهیر کې ځنډ به روسیې ته اجازه ورکړي چې دغه پوځي هدفونه خپلې خاورې ته دننه کړي.»

کرملین د چهارشنبه په ورځ اعلان وکړ که د بنديزونو د ليرې کولو په صورت کې به په  «مناسب» ځواب ورکړي.

تمه کېږي چې جوبایډن د جمعې په ورځ د برېټانیا له لومړي وزير کاير سټارمر سره په کتنه کې د اوکراین پر غوښتنو خبرې وکړي.

په همدې حال کې، بلینکن د کییف څخه د لیدنې وروسته پولنډ ته په سفر کې، د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر آندري سیبیګا سره د هېواد په لوېدیځو سیمو کې د روسیې د توغندیو په ویشتلو کې د مرستې غوښتنه هم وکړي.

د شخړو دوام

د مسکو ځواکونو په ختیځ دونیتسک سیمه کې چې تر ټولو سخته جګړه پکې روانه ده، د جګړې پر ډګر نور فشار هم زیات کړی دی.

د سره صليب نړيوالې کميټې او د اوکراين چارواکو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراين په ختيځ کې د توغنديو په بريد کې درې اوکرايني مرستندويان وژل شوي دي.

زیلینسکي اعلان وکړ چې په دونیتسک سیمه کې د سره صلیب پر موټرو برید شوی دى چې دا يې د روسیې یو بل جنګي جنایت بللی دی.

د پوکروفسک ښار ادارې چې د اوکراین په ختیځ کې یو مهم لوژستیکي مرکز دی، اعلان وکړ چې روسیې د دغه ښار اوبه بندې کړې دي. هغه ښار چې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه شاوخوا لس کیلومتره (شپږ میله) لیرې دی.

زیلینسکي همداراز اعلان وکړ چې د غنمو یوه بار وړونکې کښتۍ چې مصر ته روانه وه په تور سمندرګي کې د اوکراین له اوبو څخه تر وتلو لږ وروسته د روسیې توغندي باندې لګېدلي ده.