نړۍ

امریکا له اوکراین سره ۷۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کییف ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ چې اوکراین به له ۷۰۰ میلیونو ډالرو زیاتې بشري او نورې مرستې ترلاسه کړي.

ښاغلي بلینکن د اوکراین او برېټانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې روسیه یو ځل بیا هڅه کوي چې د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو بريد وکړي.

د اوکراین د رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي بلینکن ويلي، «له همدې امله موږ نن د ٣٢٥ ملیونه ډالرو نوې بودیجه اعلانوو چې د اوکراین د انرژۍ او برېښنا شبکې ترمیمولو کې مرسته وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز په اوکراین او شاوخوا سیمو کې له میلیونونو خلکو سره چې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي، د ۲۹۰ میلیونو ډالرو بشري مرستې او د ماین پاکۍ لپاره ۱۰۲ میلیونه ډالره اضافي مرستې اعلان کړې دي.

ښاغلي بلینکن چې کییف ته له رسېدو مخکې او د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره له کتنې مخکې په لندن کې د برېټانیا د بهرنیو چارو له وزیر ډیویډ لمي سره په ګډه خبري غونډه کې راڅرګند شو، وویل:« دا د اوکراین لپاره یوه حساسه شېبه ده.»

انتوني بلینکن وویل: «زه غواړم په مستقیم ډول د زیلینسکي او نورو اوکرایني چارواکو څخه واورم چې په جګړه کې د کییف اهداف څه دي او موږ څنګه ورسره مرسته کولی شو.»

 د يادولو وړ ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمي د سپټمبر په یوولسمه کییف ته رسېدلي دي.

له بلې خوا، ټاکل شوې، زیلینسکي د دې میاشتې په وروستیو کې متحده ایالاتو ته سفر وکړي او جو بایډن، هرېس او ټرمپ ته پلان وړاندې کړي.