د کالیفورنیا پولیسو یو ۳۴ کلن سړی د دې ایالت په جنوب کې د لوی طبیعي اور د پیلولو په تور نیولی دی.
دغه سړی، جاسټین وین هولسټنبرګ نومېږي، د قصدي «اورلګولو» په تور نيولى او ټاکل شوې چې د لنډمهاله خلاصون له امکان پرته په زندان کې پاتې شي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، دغه اور تر ۱۳۷ مربع کیلومتره زیاته برخه سوځولې ده او یو له هغو درېیو لویو اورونو څخه دی چې د دغه ایالت په جنوب کې لا هم دوام لري.
د «لاین فاٸر» د هغو دریو ځنګلي اورونو څخه یو دی چې تېره اونۍ د کالیفورنیا په سویل کې ولګېد او لا تر اوسه نه دی کابو شوی.
دې اور د اور وژنې ادارې باندې فشار راوړی او په دې امریکایی ایالت کې یې په زرګونو کورونه له ګواښ سره مخ کړي او د چهار شنبې تر سهاره پورې یوازې ١۴سلنه یې مهار شوي دی.
د يادونې وړ ده، چې د امريکا نږدې دوه زره اور وژونکي هڅه کوي، چې اور مهار کړي.
په ورته وخت کې د انجلس په ملي ځنګل کې د «برېج فائر» په نوم یوه بله اورلګېدنه روانه ده، چې د سپټمبر په اتمه پیل شوې او تر ۴۶ زره جریبه زیاتې ځمکې ته رسېدلې ده.
په ورته وخت کې د کلفورنیا په اورنج کانټي ايالت کې پرون د « آٸر پورټ فاٸر» په نوم یوه بله اورلګېدنه پیل شوې چې تر اوسه یې ۹۰ مربع کیلومتره ځمکه سوځولې ده.