د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو د افغان او هندي اتباعو په ګډون د انساني قاچاق یوه لویه نړیواله شبکه نیولې او له منځه وړې ده.
پاکستاني رسنیو د محسن نقوي په حواله راپور ورکړى، چې دغه شبکې له څو نړیوالو جنایي سازمانونو سره اړیکې درلودې.
د راپورونو له مخې دغې شبکې له هغو کسانو سره اړیکې درلودې چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې د سیاسي پناه غوښتنه کړې او د ځینو ډلو له خوا یې ملاتړ کېده.
د پاکستان د څېړنو فدرال ادارې په وینا، قاچاقبرانو د مختلفو هېوادونو لپاره د جعلي اسنادو جوړولو لپاره پرمختللی چاپ خونه جوړه کړې وه.
له دغو جعلي اسنادو څخه د خلکو د غولولو لپاره په بهر کې د دندو د ژمنې او له زیانمنو کسانو څخه د ګټې اخیستنې لپاره کار اخیستل شوی و.
د سما شبکې د راپور له مخې، د پاکستان د څېړنو فدرال ادارې خپلې څېړنې پراخې کړي دي او تمه کیږي چې د دغې شبکې د عملیاتو بشپړ اړخونه کشف شي.