د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی، چې د یکشنبې په ورځ به د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې به یوه لویه غونډه جوړوي.
دغه ګوند له خپلو ټولو غړو او پلویانو غوښتي چې د کاروانونو په بڼه د پلازمېنې پر لور حرکت وکړي. د دغه ګوند له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه لوی کاروانونه د اسلام اباد پر لور روان دي.
په عین حال کې، په اسلام اباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي، پولیسو د اسلام آباد او راولپنډۍ ترمنځ لوی سړکونو او همدارنګه د ښار ډیپلوماتیکو سیمو ته د غځیدلو لارو د بندولو لپاره د کانټینرونو څخه کار اخيستى دى.
ویل کیږي چې دا غونډه به د تحریک انصاف له بنسټګر عمران خان سره چې دا مهال په زندان کې دی، د پیوستون څرګندولو په موخه جوړه شي.