ورزش

 د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به په یوه دوستانه لوبه کې له پاراګوای سره مخامخ شي

د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به سبا (يکشنبه،د وږي ۱۸مه) له پاراګوای سره دوستانه لوبه وکړي.

د هېواد د فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لوبه به سبا ماښام ۶:۳۰ دقيقې ترسره شي.

دغه فدراسیون ویلي، چې د دواړو لوبډلو د چارواکو په غوښتنه به دغه لوبې له ټلویزیوني خپرولو پرته د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.

د دې لوبې د ترسره کولو موخه د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته د فوټسال د ملي لوبډلې د لوبغاړو چمتووالی ښودل شوی دی.

افغانستان په تایلنډ کې د فوټسال د اتلولۍ په سیالیو کې له دوو بریاوو او دوو ماتو وروسته څلورم ځای خپل کړى دى.