نړۍ

 په غزه کې د تاوتریخوالی دوام: پر غزې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې ۱۳ تنه وژل شوي دي

د فلسطین د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې د غزې په تړانګه کې پر یوه ښوونځي او د استوګنې پر یوه ودانۍ د اسرائیلو د هوايي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د دغه آژانس په حواله ویلي چې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي کسان د غزې په شمالي ښار جبالیه کې د حلیمه سعدیه په ښوونځي کې د کډوالو په کېږديو کې وو.

خو د اسراٸیلو پوځ ادعا کړې: «د حماس د قوماندې او کنټرول پر مرکز د هغو ترهګرو په وړاندې دقیق برید … چې مخکې د غزې د تړانګې په شمال کې د «حلیمه سعدیه ښوونځي»يې په توګه کارول کېده؛ ترسره کړ.»

په همدې حال کې په یوه بله پېښه کې د غزې په مرکزي برخه کې د نصیرات په پنډغالي کې د استوګنې پر یوه ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې پنځه فلسطینیان وژل شوي دي.

د اکټوبر له اوومې نېټې راهیسې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۴۰ زره او ۸۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او د غزې نږدې ټول ۲،۳ میلیونه وګړي بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱.۹ میلیونه خلک په کور دننه بې ځایه شوي چې له ١٠ ځله زیات له یوې سیمې بلې ته کډه کولو ته اړ شوي دي.