نړۍ

 یو پاکستانی وګړی په نیویارک کې پر یهوديانو د برید د پلان په تور ونیول شو

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، په کاناډا کې مېشت یو پاکستانی وګړی یې د داعش په ملاتړ په نیویارک کې د برید د پلانولو په تور نیولی دی.

شل کلن محمد شهباز خان په بروکلين کې د یهودانو پر یوه مرکز د اتومات او نیمه اتوماتیک وسلو د برید په پلانولو تورن دی.

رویټرز راپور ورکړ چې شهباز خان د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۷ مه د حماس له خوا پر اسراٸیلو له برید نږدې یو کال وروسته د برید پلان درلود.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مريک ګارلنډ وايي، خان چې د شهباز جادون په نوم هم پیژندل کیږي، موخه یې دا وه چې «د امکان تر حده ډیری یهودیان ووژني.»

د عدلیې وزارت نه دی توانیدلی چې تایید کړي چې ایا شهباز خان قانوني وکیل درلود يا نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، خان هڅه کړې وه چې له کاناډا څخه متحده ایالاتو ته سفر وکړي او د برید لپاره د اتومات او نیمه اتوماتیک وسلو کارولو اراده درلوده.

د کاناډا پولیسو د جمعې (وږي، ١٦مه) په یوه خبرپ کې ويلي چې شهباز خان یې د چهارشنبې په ورځ په جنوبي مونټرال کې نیولی دی. هغه به د سپټمبر په ١٣مه نېټه په مونټرال کې محکمې ته حاضر شي.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، شهباز خان دوو پټو امنیتي افسرانو ته د خپل پلان په اړه خبر ورکړی و چې د داعش د ملاتړو یوه رښتینې ډله جوړه کړي څو برید ترسره کړي.

رویټرز راپور ورکړ، شهباز خان دغه کسانو ته امر وکړ چې د بریدونو لپاره د AR سټایل ټوپکونه، مهمات او نور توکي چمتو کړي او ځانګړي ځایونه چې بریدونه پکې ترسره کړي، په ګوته کړي.

د څارنوالانو په وینا، شهباز خان نیویارک په نښه کړ ځکه چې نيويارک « په امریکا کې ترټولو لوی یهودي نفوس» لري.

ښايي دغه پاکستانی تبعه تر ۲۰ کاله بند محکوم شي.