د امریکا د عدلیې وزارت د حماس نوی مشر یحیی سنوار او لږ تر لږه د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې له پنځو جګپوړو مشرانو څخه یو یې د اکټوبر د اوومې د بريد په تنظیمولو تورن کړی چې د ۴۰ امریکایانو په ګډون یې ۱۲۰۰ کسان ووژل.
رویټرز راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو لوی څارنوال مريک ګارلنډ د سه شنبې په ورځ یو خبرپاڼه خپره کړه، چې د حماس لوړ پوړي مشران یې د اسراییلو په سویل کې د اکتوبر د اوومې نیټې د خونړي برید په پلان جوړولو، ملاتړ او ترسره کولو کې د دوی د رول په خاطر محاکمه کړل.
د دغه خبرپاڼې پر بنسټ، ګارلنډ په خپله وينا کې ويلي: «لکه څنګه چې زموږ په شکایت کې مشخصه شوې، تورنو د ایران او د لبنان حزب الله په نظامي، سیاسي او مالي ملاتړ سره د حماس هڅې رهبري کړې چې د اسراییلو حکومت ړنګ کړي او ملکي وګړي ووژني.»
په شکایت کې د شپږو تورنو نومونه ښودل شوي، چې درې یې نور ژوندي نه دي. یحیی سنوار چې ګومان کیږي په غزه کې پټ دی، خالد مشعل چې په دوحه کې دی او د دې ډلې د بهرنیو چارو د دفتر مشري کوي او په لبنان کې مېشت د حماس یو جګپوړی چارواکی علي برکه د امریکا عدليې وزارت په عدالتي عريضې کې شامل دي.
د امريكا لوی څارنوال وايي: «د نن ورځې تورونه زموږ د هڅو یوازې برخه ده چې د حماس د عملیاتو هر اړخ په نښه کړو. دا به زموږ وروستی اقدام نه وي.»
د دې درېیو کسانو سربېره په تهران کې د حماس پخوانی سياسي مشر اسماعیل هنیه، د حماس د پوځي څانګې قوماندان محمد ضیف چې د اسراییلو په وینا د جولای په میاشت کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی او د حماس د پوځ مرستیال مروان عیسی چې د مارچ په میاشت کې ووژل شو، شامل دي، د دې ډلې درې پخواني مشران دي د امریکا د عدلیې وزارت په تورونو کې شامل دي.
د عدلیې وزارت یوه چارواکي وویل، څارنوالانو د فبرورۍ په میاشت کې د شپږو کسانو په وړاندې تورونه درج کړل، خو د اسماعیل هنیه د نیولو په هیله یې خپاره نه کړل.
سنوار په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته د حماس سیاسي مشر وټاکل شو او اوس د اسرائیلو تر تعقيب لاندې اشخاصو د لېست په سر کې دی.