د اوکراین په مرکزي ښار پولتاواى کې پر یوه پوځي مرکز د روسیې د توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۲۷۱ نور ټپیان دي.
د رویټرز په وینا دا په روان کال کې پر اوکراین د روسیې تر ټولو مرګونی برید دی.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیې چې د څو ځوانانو جسدونه په خاورو او ګردونو پوښل شوي پراته دي.
خو رویټرز ويلي د دغه عکسونو صحت نشي تاییدولى.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ټیلیګرام ويلي: «د روسیان به خامخا د دې برید په اړه ځواب ويونکي کړو.»
هغه د وروستي برید په اړه د سمدستي څېړنو امر وکړ.
زیلینسکي د خپل شپني ویډیوي پیغام کې د وژل شويو شمېر ٥١تنه اعلان کړ.
هغه وايي، «دا څرګنده ده چې خلک د ویجاړې شوې ودانۍ لاندې بند پاتې دي. د ژوند ژغورلو لپاره هر څه چې امکان لري ترسره کیږي.»
د بېړنیو خدمتونو څانګې د مړو شمیر ٥٠ تنه ښودلی.
د پولتاواى سیمه يیز والي فیلیپ پرونین ويلي چې ممکن ١٥ کسان لا هم تر خاورو لاندې وي.
د اوکراین ځمکنیو ځواکونو ویلي په دغه برید کې يې پوځیان وژل هم شوي دي.
دوی دا نه دي ویلي چې په وژل شویو کې څومره د وسله والو ځواکونو غړي دي، خو دا برید د کییف لپاره یو لوی ګوزار بللی شو.
په وروستیو ورځو کې اوکراین د دونتسک په محاذ کې پرمختګونه لاسته راوړي دي.