بلومبرګ خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې اروپايي چارواکي تمه لري چې ایران به ډېر ژر روسیې ته بالستیک توغندي ورکړي.
بلومبرګ ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې ایران د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې په دوو کلونو کې روسیې ته سلګونه بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي. خو د بالستیک توغندیو احتمالي انتقال به په دې جګړه کې د اندېښنې وړ پرمختګ وي.
د بلومبرګ سرچینو د ایران څخه روسیې ته د بالیسټیک توغندیو د لېږدولو مهالوېش یا احتمالي شمېر نه دی ښودلی، خو یوې سرچينې یې ویلي چې لېږد به په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.
بالیستیک توغندي معمولا د کروز توغندیو یا ډرون په پرتله خورا ګړندي الوتنه کوي او کولی شي ډیر چاودېدونکي توکي انتقال کړي.
د یادولو وړ ده چې د راپور له مخې روسیه اوس په اوکراین کې د برید لپاره د ایران لخوا جوړې شوي بې پیلوټه الوتکې کاروي.
لوېدیځو هېوادونو له دې مخکې هم اسلامي جمهوریت ته خبرداری ورکړی و او له روسیې یې غوښتي وو چې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره له پوځي مرستو ډډه وکړي.
په همدې حال کې اوکرایني ځواکونه هڅه کوي چې د دونتسک په ختیځه سیمه کې د روسیې د پرمختګ مخه ونیسي.
د دوشنبې په سهار، کییف د کروز او بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تر بريد لاندې راغی.
د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونو په وینا، د دوشنبې په برید کې په کور دننه جوړ شوي اسکندر-اېم توغندي او د شمالي کوریا د کى اېن ٢٣ماډلونه کارول شوي. دا توغندي د بريانسک، کورسک او ورونژه سیمو څخه چې د اوکراین سره ګډه پوله لري توغول شوي دي.