نړۍ

جيک سالیوان: بایډن د روانې اونۍ تر پایه د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند پر وړاندیز غور کوي

آکسيوس د خپلو سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان په غزه کې د امریکايي یرغمل شویو امریکایانو له کورنیو سره اړيکه نیولې او هغوی ته یې ویلي چې بایډن په پام کې لري  چې ددې اونۍ تر ورستيو اسراییل او حماس ته د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون او په غزه کې د اوربند لپاره وړاندیز وکړي.

د منځني ختیځ په چارو کې د ولسمشر بایډن لوړپوړي سلاکار، سالیوان او بریټ مک ګورک په غزه کې د حماس له خوا د اوو امریکايي یرغمل شویو کسانو د کورنیو له غړو سره یو ساعت خبرې وکړې.

د بایډن لوړ پوړو سلاکارانو دغه کورنیو ته ویلي چې متحده ایالات ممکن په څو ورځو کې اسراییل او حماس ته د خپل پل جوونې وړاندیز یوه تازه نسخه وړاندې کړي ، او اړخونو ته یوه اونۍ وخت ورکوي چې د هو یا نه ځواب سره بېرته راشي.

په راپور کې ویل شوي چې په غزه کې د حماس لخوا د شپږو پرغمل شویو وژنې د بایډن د لوړ پوړو همکارانو ترمنځ د بېړني احساس کچه لوړه کړې ترڅو ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي او اسراییل او حماس ته وسپارل شي.

دوی زیاته کړه چې په قاهره او دوحه کې د تېرې اونۍ په خبرو اترو کې د معاملې په لومړي پړاو کې چې د فلسطیني یرغمل شویو او بندیانو د خوشې کولو په اړه دى، د پام وړ پرمختګ شوی دی.

سالیوان او مک ګورک زیاته کړه چې د ارتباطي پل تازه متن کې د فلاډلفیا دهلېز په اړه د متحده ایالاتو وړاندیز چې دوی هیله لري مصر او حماس یې ومني، شامل دی.

یوې باخبرې سرچینې آکسیوس ته وویل چې بایډن به د دوشنبې په سهار د خپل ملي امنیت ټیم سره وګوري ترڅو د یوې معاملې لپاره د وروستي فشار لپاره ستراتیژي وټاکي.

له بلې خوا، د اسراییلو د دفاع وزیر یوف ګالانت، د اسراییلو د دفاعي ځواکونو لوی درستیز جنرال هیرزي هالوي، د شین بټ مشر رونین بار او د موساد مشر ډیویډ بارنیا ټولو ویلي چې دوی د فلاډیلفیا دهلېز لپاره د نتانیاهو له غوښتنې سره همغږي نه دي.

مصر او حماس تر دې دمه هر هغه وړاندیز رد کړی چې پکې به د فلادلفیا دهلېز په اوږدو کې د اسراییلو د دفاعي ځواکونو ځای پرځای کول شامل وي.