په غزه کې د شپږو نورو یرغمل شویو کسانو د جسدونو له موندلو وروسته په لسګونو زره اسراٸیليان سړکونو ته راووتل او د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یې وغوښتل چې له حماس سره دې د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنولو لپاره اوربند وکړي.
په همدې حال کې د پاتې ۱۰۱ یرغمل شویو کورنیو له اسرائیلو وغوښتل چې په خپلو لاريون سره حکومت وننګوي.
د یرغمل شویو د کورنیو ټولنې له اسراییلو غوښتي چې د مازدیګر تر څلورو بجو پورې په بیت المقدس کې د لومړي وزير دفتر او د شپې تر نهو بجو پورې په تل آويو کې د دفاع وزارت د ودانۍ مخې ته خپل اعتراض ته دوام ورکړي.
دغه ټولنې د اسرائیلو د کارګرانو له اتحادیې همداراز غوښتي چې اقتصادي او تولیدي فعالیتونه ودروي او له دوشنبې څخه اعتصاب اعلان کړي.
د اسراییلو پوځ اعلان وکړ چې د غزې د تړانګې په جنوب کې یې د رفح په یوه تونل کې د شپږو اسراییلي برمته شویو کسانو جسدونه موندلي دي. د اسراییلو د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ (د وږي په ۱۱ مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د مړو په منځ کې درې ښځې او درې نارینه شامل دي.
د اسرائیلو پوځ همداراز زیاته کړې چې دغه شپږ یرغمل شوي کسان «ممکن یوه یا دوه ورځې وړاندې» د حماس ډلې له خوا وژل شوي دي.
په موندل شویو جسدونو کې ۲۳ کلن اسرایلي الاصله امریکايي هارش ګلډبرګ پاولین هم شامل دی.