په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د پیلېدو اعلان وکړ، چې پر غزې د اسرائیلي ځواکونو بریدونه لا هم دوام لري.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ګبریسوس پر اېکس د پولیو د واکسین کمپاین د تطبیق لپاره په ځینو سیمو کې د بشردوستانه اوربند د پای ته رسولو او د تخليې د امر د ځنډولو د ژمنې هرکلی کړی دی.
ملګري ملتونه په غزه کې شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومانو ته د واکسین کولو چمتوالى نیسي. د اګست په ۲۳ مه د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړه چې لږ تر لږه یو ماشوم عبدالرحمن ابوالجدیان د ګوزڼ ۲ ډوله ویروس له امله فلج شوی دی.
دا په تېرو ۲۵ کلونو کې په دې سیمه کې د دغې ناروغۍ لومړۍ پېښه ده.
ملګري ملتونه، چې د دې میاشتې په پیل کې یې د بشردوستانه اوربند غوښتنه وکړه، تمه لري چې د سپټمبر په لومړۍ نیټه د واکسین کمپاین پیل کړي.
په همدې حال کې، د اسراٸیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پدې اونۍ کې د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې اسراٸيل د پراخ بشري اوربند لپاره چمتووالی نیسي او ویلي یې دي چې د غزې په تړانګه کې د ځانګړو سیمو د تخصیص لپاره یوازې یو محدود پلان وړاندې شوی.
په تازه پېښه کې په دغه محاصره شوې سیمه کې په نښتو کې لږ تر لږه ۳۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.