نړۍ

په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي

عکس از ساختمان‌های ویران شده غزه پس از حمله‌های اسرائيل

په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي پوځیانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین د سرې میاشتې ویاند احمد جبرٸیل د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه برید کې ۲ تنه د جنین په ښار کې، ۴ تنه په یوه نژدې کلي کې او ۴ تنه نور د طوباس ښار د کډوالو په يوه پنډغالي کې وژل شوي دي. 

اسرائیلو ویلي دي چې په دغو بریدونو کې یې د لوېدیځې غاړې په جنین او طولکرم ښارونو کې د مخالفينو مرکزونه په نښه کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور پر بنسټ، د اسرائیلو پوځ په دغو بریدونو کې د ۵ کسانو وژل کېدل تایید کړي او زیاته کړې یې ده، چې دغه کسان پر یوې ودانۍ په هوايي برید کې وژل شوي، چې د « حماس وسله والو» ترې کار اخیست.

د فلسطين اسلامي جهاد ډلې چې له حماس سره ملګرتيا لري او په لوېديځه غاړه کې قوي حضور لري، دغه بريدونه غندلي دي.

د يادولو وړ ده، چې له حماس سره د اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې په لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی او شخړې زیاتې شوي دي.

د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، د تېر کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د اسرائیلي ځواکونو او مېشتو فلسطینیانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵۰ فلسطینیان وژل شوي او په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په بریدونو کې ۱۹ اسراییلیان هم وژل شوي دي.

په همدې حال کې د غزې تړانګې په جنوب کې د خان یونس ښار په مرکز کې د اسرائیلو ټانکونو پرمختګ کړی دی.

رویټرز د خان یونس د سیمې د ځینو اوسېدونکو په حواله راپور ورکړی، چې اسرائیلي پوځ د ښار اوسېدونکو ته امر کړی چې له سیمې ووځي او د خان یونس ختیځ ته ولاړ شي.