په عین حال کې چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند لپاره هڅې روانې وې، د اسراییلو پوځ د لوېدیځې غاړې په ځینو برخو بریدونه وکړل.
په جنین ښار کې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان ووژل شول. په تېرو ۱۱ میاشتو کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په لوېدیځه غاړه کې تر ۶۶۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ د چهارشنبې په سهار د لوېدیځې غاړې ځینې برخې په نښه کړې. د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، دغو بریدونو په لوېدیځه غاړه کې جنین، طولکرم او طوبس په نښه کړي دي.
ژغورونکي ځواکونه سیمې ته رسیدلي ترڅو د دې بریدونو له امله د اوښتو زیانونو ارزونه وکړي. د دې پېښې قربانيان وايي، چې دغه بريدونه په بشپړه توګه د خلکو له خبرتيا پرته ترسره شوي دي.
د لوېدیځې غاړې یو اوسېدونکی مسعود ناجا وايي: «څه پېښ شول، دوی په ځاى کې په حیرانتیا سره برید وکړ. تر برید مخکې څو ځوانان زما کور ته نږدې راغلل او له ما يې اوبه وغوښتلې، زه ورغلم چې اوبه راوړم. کله چې ما دروازه خلاصه کړه. په څو ثانیو کې، په چټکۍ سره، ما احساس وکړ چې یو څه په موږ باندې د آسمان څخه راښکته کیږي. “کله چې ما خپل لاس زما په سینه کېښود، ټولې وینې او ټوټې وې.»
یو شمېر ډاکټران وايي، چې د اسرائیلي پوځیانو له دغو بریدونو څخه یو یې د کډوالو پنډغالى په نښه کړی دی.
فلسطیني نرس نادال عوده وویل: «د سهار شاوخوا دوه بجې پوځ د ګڼ شمېر پیاده عسکرو سره د کډوالو پر پنډغالي برید وکړ. دوی پر پنډغالي له مختلفو اړخونو برید وکړ. موږ حیران وو. پر هغه سیمه بریدونه وشول چې په ترڅ کې یې څلور تنه ووژل شول او شاوخوا لس تنه ټپیان شول.»
په تېرو ۱۱ میاشتو کې پر لوېدیځه غاړه د اسرائیلو په بریدونو کې د ملکي وګړو په ګډون تر ۶۶۰ ډېر کسان وژل شوي دي. په عین حال کې د غزې په جګړه کې د اسرائیلو او حماس تر منځ د اوربند هوکړې ته د رسېدو هڅې هم دوام لري.