فرهنګ او هنر

د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ: د موسیقۍ د وسایلو تخريبول د هېواد په کلتوري میراثونو «بې سارى برید» دی

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د طالبانو لخوا  د موسیقۍ د ٢١زرو څخه د زياتو وسایلو ویجاړول په کلکه وغندل او دا یې د هېواد په بډایه کلتوري میراث او د افغانانو پر حقونو «بې ساري برید» وباله.

 دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د دې وسايلو په قصدي ډول ویجاړول نه یوازې د افغاني موسیقۍ پر دودونو مستقیم برید دی، بلکې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د هنري او کلتوري بیان له ازادۍ څخه په ښکاره سرغړونه ده.»

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ بنسټ اېښودونکي او رییس احمد سرمست وویل، «د طالبانو له خوا د موسیقۍ د وسایلو وحشیانه تخريب نه یوازې پر دغو وسایلو برید دی، بلکې د افغانستان د ازادۍ پر روح، نوښت او متحرک کلتوري میراث باندې هم برید دی.»

د طالبانو تر واک لاندې د عدلیې وزارت تېره میاشت اعلان وکړ چې په تېر کال کې يې تر ۲۱زرو زیات د موسیقۍ وسایل له منځه وړي دي.

طالبانو په افغانستان کې پر موسيقۍ او د موسقۍ د الاتو پر غږولو بنديز لګولی دی.