اروپايي ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه دې «سیسټماتیک سرغړونې» پای ته ورسوي.
دغه ټولنه وايي، د طالبانو نوی فرمان په هېواد کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي او دا کار دوی ته د منلو وړ نه دي.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، « د طالبانو سرغړونې د جنسيت پر بنسټ ځورونې ګڼل کېدای شي او د روم د نړیوالې جنايي محکمې د اساسي قانون له مخې چې افغانستان یې غړی دی، د بشریت پر ضد د جرم په توګه شمېري.»
دغه ټولنه همداراز وايي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر د د وزارت وروستي فرمان حیران کړي دی.
دغه ټولنې وايي، «دا فرمان هغه سخت محدودیتونه چې طالبانو د اجباري جامو د حکم په ګډون، په ځانګړې توګه په عامه ځایونو کې د ښځو د بدنونو او مخونو د پټولو حکم، چې د افغانانو په ژوند يې سخت محدوديتونه لګولي، پراخ او تاييدوي. په دې فرمان کې دا هم لازمي شوي چې د ښځو غږ باید په عامه ځایونو کې وانه ورېدل شي، چې دا کار افغان مېرمنې د بیان ازادۍ له اساسي حق څخه په اغېزمن ډول بې برخې کوي.»
اروپايي ټولنه وايي، د طالبانو دا نوی قانون د طالبانو د امربالمعروف او نهى عندالمنکر وزارت واکونه له مشورتي روله غځوي او اوس ورته د فرمان د پلي کولو لپاره ځانګړې دنده ورکوي.
د دغه ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو نوی قانون د خپلو محدودیتونو ترڅنګ له هغو قانوني مکلفیتونو او تړونونو سرغړونه کوي چې افغانستان یې یو اړخ دی او د عادلانه محاکمې لپاره د افغانانو حق هم تر پښو لاندې کوي.
په داسې حال کې چې طالب چارواکو په وار وار پر نړۍ غږ کړی چې د دوی رژیم په رسمیت وپېژني، اروپايي ټولنه وايي دغه فرمان له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې یو بل خنډ جوړوي.
اروپايي ټولنې يوځل بيا د ښځو او نجونو او همدارنګه هغه کسان چې د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي، د مرستې په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.