نړۍ

په غزه کې د کډوالو پر یوه پنډغالي د اسراٸیلو په هوايي برید کې ۵ تنه وژل شوي 

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د تطولکرم ښار ته څېرمه د نور شمس د کډوالو پر پنډغالي د اسرائیلي پوځ په برید کې پنځه تنه وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، خو د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د «وسلوالو د عملیاتو پر یوه مرکز» یې هوايي برید کړی دی.

په همدې حال کې دغه خبري آژانس لیکلي چې په اشغال شوي بیت الحم کې مېشتو اسرائیليانو یو فلسطینی په ډزو وژلی دی.

اسراييل ويلي دي چي پر دغه فلسطيني باندي د دوی د وګړو د بريد په اړه د راپورونو په اړه څېړنه کوي.

فلسطینیان په منظمه توګه د اسراییلو امنیتي ځواکونه تورنوي چې د اشغال شویو سیمو په ځایونو کې د مېشتو خلکو سره ولاړ دي او د تاوتریخوالي ډلو ته اجازه ورکوي چې د دوی په کورونو او کلیو بریدونه وکړي؛ هغه پېښې چې په نړیواله کچه یې اندېښنې زیاتې کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو او یو شمېر اروپایی هېوادونو د اسرائیلو پر «تاوتریخوالي غوښتونکو مېشتو خلکو» باندی بندیزونه لګولی دی او په وار وار یې له دغه هېواده غوښتی دی؛ چې د دې بریدونو د مخنیوي لپاره نور اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې د حماس سره د هېواد د جګړې له پیل راهیسې، په لوېدیځه غاړه کې د اسراٸیلي پوځ سره د مېشتو ښاريانو بریدونه په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.