نړۍ

د چاقو د برید اصلي مظنون په جرمني کې ونیول شو

د لوېدیځ جرمني د نوردراین ویسټفالن ایالت وزیر اعلان کړی چې د سولینګن په ښارګوټي کې د چاقو د برید اصلي مظنون تر یوې ورځنۍ پلټنې وروسته ونیول شو.

د جرمني په سولینګن ښار کې د چاقو په برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي. داعش د دغه برید پړه ومنله.

د رویټرز د راپور له مخې، د داعش ډلې د خپل ټیلیګرام کاروونکي اکاونټ له لارې اعلان وکړ چې دا برید د دې ډلې د یوه غړي لخوا «په فلسطین او نورو سیمو کې له مسلمانانو څخه د غچ اخیستلو په موخه» ترسره شوی دی. خو داعش تر اوسه د دې ادعا د ثابتولو لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او دا هم نه ده څرګنده چې د بریدګر او دغې ډلې ترمنځ اړیکې څه ډول وې.

د نوردراین ویسټفالن ایالت وزیر هربرت ریول د شنبې په ورځ په ژوندۍ ټلویزیوني مرکه کې تایید کړه چې تورن بریدګر نیول شوی او شواهد یې موندلي دي.

که څه هم، نوموړي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل. خو ويلي يې دي، چې په دې اړه پلټنې روانې دي او تورن کس تر پوښتنو لاندې دى.

دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه  چې د خلکو یوې ډلې د سولینګن د ٦٥٠مې کلیزې د لمانځلو په جشن کې برخه اخیستې وه، هغه ښار چې شاوخوا ١٦٠زره نفوس لري او کلن او دوسلدورف ته نږدې دی.

د دغه برید په قربانیانو کې دوه نارینه چې عمرونه یې ۶۷ او ۵۶ کاله او یوه ښځه چې عمر یې ۵۶ کاله دي شامل دي.

د راپورونو له مخې بریدګر په قصدي ډول د چاقو په ګوزار د قربانيانو پر غاړه ګوزار کړی دی.