نړۍ

روسیې له اوکراین سره د جنګي اسیرانو په تبادله کې خپل ۱۱۵ پوځیان خوشې کړل

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې له اوکراین سره د بندیانو د تبادلې په لړ کې يې نن (شنبه، د وږي ۳مه) تر ۱۰۰ ډېر جنګي بندیان تبادله کړي دي.

د روسیې تأس اژانس راپور ورکړی چې دا تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب ترسره شوې ده.

په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د خبرو اترو د بهیر په پایله کې د کورسک په سیمه کې نیول شوي ۱۱۵ پوځیان د کییف د رژیم تر کنټرول لاندې سیمې څخه بېرته ستانه شوي دي.

دغه وزارت وايي، سرتېري یې اوس په بېلاروس کې دي، خو د درملنې لپاره به روسیې ته ولېږدول شي.

له بلې خوا اوکراين ويلي، چې خوشي شوي کسان يې هغه پوځيان دي، چې ډېرى يې د روسيې د يرغل په لومړيو مياشتو کې نيول شوي وو.

د دوی په منځ کې نږدې ٥٠ هغه سرتېري دي چې د ماریوپول د ازوفستال د فولادو له فابریکې څخه د روسي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر اېکس کې زیاته کړې، چې متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د تبادلې منځګړیتوب کړی، چې دا د ٢٠٢٢ په فبروري کې د روسيې لخوا په خپل ګاونډي بشپړ برید پیل راهيسې دا د تبادلې ٥٥م ځل دى.

د اوکراین او روسیې د جنګي اسيرانو کره شمېر لا هم معلوم نه دى.