د داعش ډلې بریدګرو د جمعې په ورځ د روسیې په ولګوګراد ښار کې پر یوه زندان برید وکړ او د زندان ۸ کارکوونکي او ۴ نور بندیان یې یرغمل کړل.
رویټرز خبر ورکړی چې دغو کسانو په ټولنیزو شبکو کې د ویډیوګانو په خپرولو سره ځانونه د «داعش غړو» په توګه معرفي کړي دي.
د دغه راپور له مخې، داعش چې په خپله هم بندیان وو، د دغه زندان څلور کارکوونکي چې د یوه تن سر یې پرې کړى، په چاقو وژلی دی.
خو د روسیې ملي ګارد اعلان کړی، چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو له خوا د دغه زندان تر یرغمل نیونې او محاصرې وروسته، څلور بریدګر د نښه ويشتونکو په ډزو کې ووژل شول.
د روسیې ملي ګارد وویل: «د روسیې د ملي ګارد ځانګړو ځواکونو د ولګوګراد په سیمه کې څلور تنه بندیانو يرغمل نيونه چې د زندان کارکوونکي یې یرغمل نیولي وو، د څلورو کره مرمیو په وسیله شنډه کړه. یرغمل شوي کسان خوشې شول.»
دغه آژانس لیکلی چې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون عملیات وروسته له هغې ترسره شول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد د امنیت شورا په اونیزه غونډه کې وویل چې غوښتل یې د کورنیو چارو له وزیر، د ملی امنیت له مشر او د دغه هیواد له مشر څخه د ملي ګارد د پېښې په اړه واوري.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه راپور له مخې، له دې مخکې د جون په میاشت کې هم د روسیې په جنوب کې د روستوف په زندان کې د داعش په تړاو ورته او خونړۍ پېښه شوې وه، چې په کې ۶ بندیانو برخه اخیستې وه او نور بندیان او د زندان کارکوونکي یرغمل کړي وو.
په همدې حال کې د روان کال د جون په پای کې هم د روسیې په سویل کې د داغستان په مسلمان مېشته سیمه، چې داعش ته منسوب بلل کېده، په یوه کلیسا، یوه کنیسه او د پولیسو پر یوې پوستې د ډزو له امله ۲۰ کسان ووژل شول.
د يادونې وړ ده، چې داعش ډلې د روان کال د مارچ په ۲۲مه هم د مسکو په څنډه کې د موسیقۍ پر یوه کنسرټ برید کړی و، چې په ترڅ کې یې ۱۴۰ کسان وژل شوي وو، چې د داعش له لوري د روان کال تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.