افغانستان

سرچینې: طالبانو د پوځ یو پخوانی افسر مزمل نجرابي کاپیسا کې په ډزو وژلی

د افغانستان د بوځ پخوانی افسر مزمل نجرابي چې د سرچینو په خبره د طالبانو په برید کې وژل شوی. انځور د ټولنیزو رسنیو

کاپیسا کې دوه سرچینې وايي چې د جمهوري دولت یو پخواني پوځي افسر په دغه ولایت کې د طالبانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

ددغو سرچینو په خبره، دا پېښه د دوشنبې په شپه (چنګاښ ۲۷مه) د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ په ارباب خېلو کلي کې شوې ده. دوی وايي چې وژل شوی ځوان مزمل نجرابي نومېده او د پوځ له پخوانیو افسرانو و.

ددغو سرچینو د معلوماتو له مخې، ښاغلی نجرابي د شپې په لس نیمو بجو د خپلو ځمکو خړوبولو لپاره له کوره وتلی و او هملته د طالبانو د پنځم کنډک د لومړۍ لوا جنګیالیو لخوا چې کاپیسا کې ځای پرځای دي، په ډزو ویشتل شوی و او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړه.

د مزمل دوستان وايي چې نوموړي درې میاشتې وړاندې واده کړی و. طالبان د هغه د وژنې په اړه څه نه وايي.

د پخوانیو پوځیانو برخلیک

په افغانستان د طالبانو تر واک لاندې په تېرو ۱۱ میاشتو کې، د جمهوري دولت پخواني امنیتي منسوبین په تېره بیا پوځیان او د ملي امنیت ریاست سرتېري، ایران ته وتښتېدل، یو شمېر یې بېرته هېواد ته ستانه شول او یا هم په اجباري ډول له ایران څخه اخراج شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې چې د روان لمریز کال په وري میاشت کې خپور شو، ویل شوي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې موده کې تر سلو ډېر پخواني نظامیان وژل شوي دي. خو طالبانو تل دا راپورونه رد کړي دي.

په ورته وخت کې، په بغلان کې سرچینې وايي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د ارکانو پخوانی ريیس ډګروال ادینه محمد آزاد له خپل زوی او درېیو خپلوانو سره د یکشنبې په ورځ د بغلان – کابل د لارې په اوږدو کې د بغلان ولایت اړوند میخک سیمه کې د طالبانو لخوا نیول شوی او تراوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

دوو سرچینو د یکشنبې په ورځ امو ټلویزیون ته وویل، طالبانو تازه یو ټیم د پخوانیو پوځي افسرانو او د ملي مقاومت جبهې اړوند سرتېرو د پېژندنې لپاره د افغانستان او ایران پر پوله ځای پرځای کړی دی.

دغو سرچینو امو ټلویزیون ته ویلي، طالبانو د شمالي ولایتونو له هرې ولسوالۍ یو استازی د افغانستان او ایران پولې ته لېږلی.

ددوی په خبره، دا کسان د طالبانو د اعتماد وړ دي او له کاپیسا، پروان، پنجشېر او د کابل له ځینو سیمو، هغو ولایتونو ته لېږل شوي چې له ایران سره ګډه پوله لري.

د طالبانو له منځه یوې باخبره سرچینې امو ټلویزیون ته وویل، دغو کسانو ته موبایل ټیلفون، اینټرنټ او د تر تعقیب لاندې کسانو او پخوانیو سرتېرو لیست ورکړل شوی. دا لیست د طالبانو د جاسوسانو لخوا په کلیو کې ترتیب شوی دی.

طالبانو ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینې سرچینې په همدغې طریقې د هېواد په مرکزي ولسوالیو کې په وروستیو شلو ورځو کې د څو کسانو د نیول کېدو خبره کوي.