نړۍ

 اسراییل وايي، د خان یونس په یوه تونل کې یې د ٦ يرغمل شویو جسدونه موندلي

د اسرائیلو پوځ وايي، د غزې تړانګې په خان یونس سیمه کې یې له یوه «ځمکني تونل» څخه د شپږو اسرائیلي يرغمل شویو کسانو جسدونه موندلي دي.

د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې موندل شوي جسدونه د یاګو بوچستاب، الکساندر ډانسیګ، آوراهام مونډر، یورام متزګر، خايیم پري او ناداو پاپېل دي او يوتن د برېټانیا تبعه دي چې په اصل کې د اسرائیلو اوسېدونکي دي.

د سي اېن اېن د راپور له مخې، د اسراٸیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ويلي: « نن شپه زموږ ځواکونو زموږ د شپږو یرغمل شویو جسدونه چې د حماس ډلې په لاس کې وو، وسپارل. زموږ زړونه د دې ناوړه زیان له امله درد کوي.»

اسرائيلو تر دې مرګ مخکې د دغو پنځو تنو يرغمل شويو مړينه اعلان کړې وه، خو داسې فکر کېده چې آوراهام مونډر ممکن لاهم ژوندی وي.

د اسراییلو پوځ ويلي چې د عملیاتو په جریان کې ، د دوی ځواکونو ١٠ متره ژور عمودی سورى موندلی چې د «ځمکې لاندې تونل» باندې پاى ته رسېدلى و، چې يې په کې دننه جسدونه موندلي دي.

دغه شپږ کسان د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس د ځواکونو له خوا د اسرایلو او غزې پولې ته څېرمه د کبوتص نیر اوز او کبوتص نیریم څخه یرغمل شوي وو.

د الکساندر ډانسیګ زوی ماتي ډانسیګ د سه شنبې په ورځ ويلي چې د نتانیاهو حکومت پرېکړه کړې چې «د خپلې بقا لپاره یرغمل شوي په خپل حال پرېږدي.»

هغه د کان اسرایل عامه شبکې ته وویل: «د نتانیاهو انتخاب دا و چې یرغمل شوي قرباني کړي. کرما به د هغه قضاوت وکړي او هغه به يې سخت قیمت ورکړي.»

اسراییل اټکل کوي چې اوس هم په غزه کې ١٠٥ یرغمل شوي کسان پاتې دي، چې ٧١ یې ژوندي دي. د اکټوبر له اوومې مخکې هم په غزه کې څلور نور یرغمل شوي وو، چې فکر کېده له دوى دوه تنه وژل شوي دي.

د اسراییلو د دفاع وزیر یوآو ګالانت په یوه بیان کې ويلي چې د «پېچلو عملیاتو» وروسته جسدونه ایستل شوي او زیاته یې کړه چې اسراییل به د «حماس د له منځه وړلو لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.»

د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ وویل چې هغه د هغو کسانو کورنیو ته چې جسدونه وسپارل شوي دي خپله «زړه له کومې خواخوږي» وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ باید د ټولو یرغمل شويو کسانو د خلاصون لپاره چې په هره ممکنه طریقه یوه شیبه هم له لاسه ورنکړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه خبرې دوام لري، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ مصر ته ورسید چې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د احتمالي هوکړې په اړه خبرې وکړي.