نړۍ

پوتین: په آذربایجان کې ۱۳۰۰ فعال شرکتونه د روسیې د اقتصادي پرمختګ ښکارندوی دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې د آذربایجان په بازار کې يو زرو ۳۰۰ فعال شرکتونه د روسیې د اقتصادي پرمختګ ښکارندويي کوي.

ښاغلي پوتین آذربایجان ته د خپل سفر او له ولسمشر الهام علی اوف سره د کتنې پر مهال زیاته کړه چې د روسیې او آذربایجان ترمنځ اقتصادي همکاري د لا پراختیا لپاره «مثبت تحرک او ښه  امکانات» لري.

د تأس آژانس د روسیې د ولسمشر په حواله لیکلي: « له آذربایجان سره په ګډه تصویب شوې خبرپاڼه د دوه اړخېزو اړیکو د لا پراختیا لپاره نوې او پراخې دندې ټاکي او نن لاسلیک شوي سندونه به د دغو دندو په حل کې مرسته وکړي.»

ښاغلي پوتین زیاته کړه چې په دغو خبرو کې د دوه اړخېزو ګټورو سوداګریزو همکاریو زیاتولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د روسیې ولسمشر وویل: «دا طبعي خبره ده؛ ځکه روسیه او آذربایجان د یو بل مهم اقتصادي شریکان دي.»

د يادونې وړ ده، چې دا د روسیې د ولسمشر په توګه آذربایجان ته د ولادیمیر پوتین اتم سفر دی.

آذربایجان ته د هغه لومړی رسمي سفر د ۲۰۰۱ کال د جنورۍ په نهمه او اووم سفر یې د دغه هېواد باکو ته  د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۲۷ نېټه ترسره شوى و.