حماس او اسلامي جهاد ډلې په تل آويو کې د چاودنې مسٶليت، چې اسراییل یې «ترهګریز» برید بولي، پر غاړه واخيست.
دواړو فلسطیني مخالفو ډلو په یوه ګډه خبرپاڼه کې اعلان وکړ: « تر هغه چې د نیواکګرو د عام وژنې او ترور پالیسي دوام ولري، د استشهادي عملیات به په اسرائیلو کې مخ په وړاندې روان وي.»
رویټرز د اسراییلي پولیسو په حواله ویلي، چې په دې پېښه کې یو کس چې د بم لېږدوونکى و، وژل شوی او یو لاروی هم ټپي شوی دی.
د اسراييلو د حکومت وياند ډيويډ منسر ويلي، دغه سړي چې له چاودېدونکو توکو ډکه بکس يې له ځانه سره لېږداوه «ډېرې ګڼ مېشتې سيمې ته له رسېدو مخکې» وچاودېد.
اسرائیلي چارواکو ویلي دي چې تر اوسه د برید کوونکي هویت نه دی په ډاګه شوی.
د یادولو وړ ده چې په تل آويو کې د یکشنبې د ورځې چاودنه شاوخوا یو ساعت وروسته له هغه وشوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په غزه کې د اوربند د هوکړې په لاسلیکولو کې د مرستې لپاره اسراییل ته ورسید.
د غزې جګړه د تېر کال د اکټوبر په اوومه پیل شوه. کله چې حماس د پولې له لارې پر اسرائیلو برید وکړ او د دغه هېواد د ورکړل شویو شمېرو له مخې په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل شول.
له هغه وروسته چې اسرائیلو پر غزې برید وکړ، د دغه هېواد د پوځ په بریدونو کې تر اوسه د غزې د تړانګې لویه برخه ویجاړه شوې او تر ۴۰زره زیات کسان پکې وژل شوي دي.