د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ويلي، چې د روسیې په خاوره کې د کورسک په سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د برید هدف د پولې په اوږدو کې د مسکو لخوا د نورو بریدونو مخنیوي لپاره د «خائل سیمه» رامینځته کول دي.
دا لومړی ځل دی چې ولادیمیر زیلینسکي په واضح ډول په کرسک باندې د خپل هیواد د تهاجمي بریدونو موخه څرګنده کړې ده. هغه مخکې ويلي و، چې د بریدونو موخه له دوامداره ډزو څخه د خلکو ساتنه ده.
د اسوشیټیډ پرېس په وینا، ښاغلي زیلینسکي وویل، «اوس په ټولیزه توګه په دفاعي عملیاتو کې زموږ اصلي دنده دا ده چې د روسیې اعظمي جنګي وړتیا له منځه وړل او د متقابلو سترو اقدامات ترسره کول دي.»
د راپورونو له مخې، اوکراین د کورسک په سیمه کې یو مهم پل ویجاړ کړی او نږدې پر بل پل یې هم ډزې کړې دي.
په ورته وخت کې، د کرملین پلوه پوځي بلاګرانو ویلي چې د ګلوشکوو ښار ته نږدې د سیم سیند پر سر د لومړي پل ویجاړول به د روسیې ځواکونو ته د تجهیزاتو رسولو مخنيوى کوي، چې د اوکراین د برید مخه نیسي.
اسوشیټیډ پرېس وایی د پله ویجاړېدو د روسیی ځواکونو لپاره اکمالاتي لارې ګډې وډې کړې دي. خو مسکو لاهم کولی شي د بادي کښتو او کوچني پلونو څخه کار واخلي.
کیيف د ټانکونو او نورو زغره والو وسایطو سره د روسیې په خاوره کې د پرمختګ لپاره د خپلې ارادې په اړه چې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په هیواد کې ترټولو لوی برید دی، معلومات نه دي ورکړي.
دا ناڅاپي برید د لسګونو کلیو د سقوط او د سلګونو روسی سرتېرو د نیولو لامل شوى دى.