نړۍ

 حماس په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا نوی وړاندیز رد کړ

حماس په غزه کې د اوربند او د اسراییلي یرغمل شویو خوشې کولو په اړه د امریکا نوی وړاندیز رد کړ او امریکا یې د اوربند د شرایطو د بدلولو لپاره له اسراییلو او بنیامین نتنیاهو سره په ملګرتیا تورنه کړه.

د اکسيوس د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ مخکې ویلي وو چې په تېرو څو ورځو کې د دوحې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. خو د حماس ډلې لخوا د نوي وړاندیز ردولو د بایډن موخه چې پدې اونۍ کې یوې هوکړې ته رسېدل دي، نږدې ناممکن کړي دي.

په عین حال کې، ایران مخکې خبرداری ورکړی و چې یوازې په غزه کې اوربند کولی شي پر دغه  هېواد د اسراییلو د مستقیم برید مخنيوى وکړي. په خبرو اترو کې ځنډ او احتلال اوس پر اسراييلو د ايران او حزب الله له خوا د بريد احتمال زيات کړی دی.

د یادولو وړ ده چې ایران او د لبنان حزب الله ژمنه کړې چې په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه او په بیروت کې د حزب الله د جګپوړي قومندان فواد شکر د وژنې غچ به اخلي. هغه وژنې چې پړه يې پر اسراييلو اچول شوې، خو تر اوسه يې په اړه کوم اقدام نه دی شوی.

د راپور له مخې حماس ویلي دي چې د امریکا نوی وړاندیز د نتانیاهو له غوښتنو سره «سمون» لري او حماس باور لري چې په دې وړاندیز کې له غزې تړانګې څخه د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو سره دایمي اوربند شامل نه دی.

د حماس د خبرپاڼې پر بنسټ، د امریکا دغه وړاندیز اسرائیلو ته د مصر او غزې په پوله کې د رفح د لارې او د فلادلفیا دهلېز د کنټرول امتیاز هم ورکوي.

حماس ویلي دي چې نتانیاهو پخواني امتيازات سرچپه کړي او د بندیانو د تبادلې په بهیر کې يې نوي شرایط وضع کړي چې دا ټول به د بندیانو او یرغمل شویو د تبادلې د بشپړېدو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۴۰ زرو څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

په همدې حال کې، د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په دې جګړه کې ۱۶۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۱۱۵ اسراییلي یرغمل لا هم په غزه کې بندیان دي.