د اېکس ټولنېزې شبکې څښتن ایلان ماسک ویلي دي چې په برازیل کې د دې ټولنېزې شبکې د ځینو اکاونټونو د تړلو لپاره تر فشار وروسته به په برازیل کې د اېکس دفتر وتړي.
هغه پر اېکس د دې پرېکړې دلیل په برازیل کې د دې ټولنیزې شبکې د فعالیت په تړاو د «سانسوونکي» حکمونه بللي چې د دې هیواد قاضي الکساندر ډی موراٸس لخوا صادر شوي.
په ورته وخت کې، د اېکس دفتر اعلان وکړ: «زموږ د کارمندانو د خوندیتوب لپاره، مو پرېکړه کړې چې په برازیل کې خپل فعاليت وځنډوو، سمدستي به پلي شي.»
اېکس، چې د امریکایی میلیاردر ایلان ماسک ملکیت دی، ادعا وکړه چې موراٸس په پټه توګه په برازیل کې د شرکت یو قانوني استازی ته ګواښ کړی که هغه د شبکې ځینې مینځپانګې لرې کولو لپاره قانوني امرونو ته غاړه کېنږدي، نو هغه به ونيسي.
د يادونې وړ ده چې په ورته وخت کې د ټولنېزو رسنيو دغې سترې کمپنۍ د يوه سند عکسونه خپاره کړي چې ظاهراً د موريس له خوا لاسليک شوي او ښيي چې که د اېکس شرکت استازي د دغه قاضي له حکم سره سم عمل ونه کړي، پر ضد به يې جريمه او د نيولو حکم صادر شي.
د برازیل ستره محکمه ، چې موراٸس مېشت دی ، رویټرز ته ويلي، چې دا به په دې مسٸله تبصره ونکړي او د اېکس لخوا خپاره شوي سندونو اعتبار به تایید یا رد نکړي.
موراٸس د روان کال په پیل کې اېکس ته امر وکړ چې د برازیل د پخواني ولسمشر ژاٸر بولسونارو ادارې لاندې د « جعلي خبرونو او کرکې لرونکي پیغامونو » خپرولو له امله د«ډیجیټل مخالفو وسله والو» ياد کړي ځینې حسابونه بند کړي.
خو وروسته له هغه چې ایلان ماسک وويل چې هغه حسابونه به بېرته فعال کړي، موراٸس د ښاغلي ماسک په اړه د څېړنو اعلان خبر ورکړ. له بلې خوا ښاغلي ماسک د دې شبکې په اړه د موراٸس پرېکړې «غیرقانوني» وبللې.