افغان جودوکار محمد صمیم فیض زاد نن (سه شنبه، زمري ٩مه) د پارېس د المپیک سیالیو په لړ کې له خپل اترېشي سیال څخه ماتې وخوړه.
ښاغلي فیض زاد په منفي ۸۱ کیلوګرام وزن کې د وحید بورچاشویلي پر وړاندې څلورو پړاونو کې د خپل اترېشي سيال په وړاندې ميدان ته ښکته شو او په وروستي پړاو کې یې پښه ټپي شوه.
په پای کې بورچاشویلي وخید دغه لوبه د ۱۱ امتيازاتو په توپیر وګټله.
خو ښاغلی فیض زاد وايي چې د المپیک په سیالیو کې ګډون یوه لاسته راوړنه ده او هڅه کوي چې په راتلونکو سیالیو کې ښې پایلې ترلاسه کړي.
د پارېس په المپیک سیالیو کې فهیم انوري په لامبو وهلو، کیمیا یوسفي په ځغاسته کې(د ښځو اتلېيک)، محمد صمیم فیض زاد په جودو، فریبا هاشمي په بايسکل ځغلونه، شاه محمود نورزي په ځغاسته (نارینه اتلېتيک) او یولدوز هاشمي په بايسکل ځغلوونې کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړى دى.
په همدې حال کې پنځه نورو افغان ورزشکارانو په پارېس کې د المپیک د نړیوالې کمېټې د کډوالو د ډلې په چوکاټ کې برخه اخيستې ده.